د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنگټن پولیسو ۴٠٠ مظاهره کوونکي ونیول


مظاهره کوونکو په سیاست کې د پیسو د رول د پای ته رسیدو غوښتونکي وو
مظاهره کوونکو په سیاست کې د پیسو د رول د پای ته رسیدو غوښتونکي وو

د واشنگټن ډي سي پولیسو څه دپاسه ۴٠٠ مظاهره کوونکي ونیول چې د امریکا د کانگرس ماڼۍ مخ ته یې د دوشنبې په ماسپښین په سیاست کې د پیسو د رول پر ضد مظاهره کوله.

دغه مظاهره د مدني ټولنې د مختلفو ډلو د ایتلاف له خوا چې د دموکراسۍ د پسرلي" په نامه یادیږي جوړه شوی وه. دغه سازمان په خپله ویب پاڼه کې لیکلي دي چې " په سیاست کې د پیسو د ستر فساد د پای ته رسولو لپاره د کانگرس د سمدستي اقدام غوښتونکي" دي او "د شفافو او عادلانه انتخابات ترسره کیدل" غواړي.

د دموکراسۍ د پسرلي په نامه غورځنگ څه دپاسه ۴٠٠ مظاهره کوونکي د دوشنبې په ورځ په دې تور توقیف کړل چې د هغوی په وینا په غیر قانوني توگه یې مظاهره کوله.

مظاهره کوونکي چې آرامه او منظم ښکاریدل، د "پیسې دې له سیاست څخه وایستل شي" شعار یې ورکاوه. خو د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس امنیتي پولیسو هغوی په "غیر قانوني اعتراضیه فعالیت" تورن کړي دي.

مظاهره کوونکو ژمنه کړې چې د یوې اونۍ لپاره هره ورځ خپل اعتراضونه جاري وساتي.

د دموکراسۍ د پسرلي سازمان د اړیکو مسؤل پیتر کالاهان د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل "مونږ په دې باور یو چې کانگرس د خلکو کور دی او دغه کور باید خلکو ته ځواب ووایي. مونږ غواړو چې د رای حق محفوظ پاته شي."

د دموکراسۍ د پسرلي سازمان د "د لاس انجلس د اشغال پای" په نامه د مدني غورځنگ نه سرچینه اخلي او د هغوی پاڅون هم د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د دموکرات کاندید برني ساندرز او د جمهوري غوښتونکي کاندید دونالد ترمپ د انتخاباتي مبارزې سره اړوند دی.

سندرز او ترمپ، دواړه په سیاسي چارو کې د انتخاباتي کمپاینونو د تمویلوونکو د نفوذ مخالف دي. که څه هم چې د دموکراسۍ د پسرلي په سازمان کې ټولې شاملې ډلې دموکرات او جمهوري غوښتونکي دي، خو د پرونۍ مظاهرې تنظیمونکي وایي چې پرونی اعتراض غیر گوندي و.

XS
SM
MD
LG