د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت د بودېجې پر سر بحثونه ادامه لري


ټاکل شوې چې د امریکا سنا د جمعې په ورځ پر یوې لایحې باندي رای ګیري وکړي چې د فیډرالي حکومت د بندېدو مخنیوی وکړي. دا په داسي حال کې ده چې څو ورځې کېږي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په نوښت د تصویب شوي روغتیايي قانون د تمویل پر سر په کانګرس کې بحثونه روان دي. جمهوري غوښتونکي غواړي چې د دې قانون د پلي کېدو مخنیوی وکړي.

که سناتوران نن د جمعې په ورځ د حکومت د نه بندیدو لایحه تصویب کړي نو لایحه به ولسي جرګې ته ولاړه سي او هلته باید په څو ورځو کې تصویب سي چې د حکومت د بندیدو مخینوی وشي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر جمهوري غوښتونکو باندې نیوکه وکړه چې د هغه د روغتیا د قانون سره مخالفت ته ادامه ورکوي او وویل چې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې ولسمشر د خوږ ګوتي څخه ونیسي او غواړي چې د اکټوبر د لومړې نیټې نه وروسته حکومت په نسبي ډول بند کړي.

د ولسي جرګې لوړ پوړي غړي جان بېنر ویلي دي چې داسي نه معلومېږي چې د ولسي جرګې له خوا دي چې جمهوري غوښتونکي په کښي اکثریت دي، د لګښت موقتي لایحه تصویب شي چې حکومت د راتلونکي سې شنبې وروسته هم په نورمال ډول خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. که چیري د اکټوبر تر لومړۍ نېټې پوري موافقه حاصله نشي نو امریکا کیدای شي چې د لومړي ځل لپاره خپل د پورونو په ورکولو کې پاته راشي.

ویل کېږي چې ولسي جرګه به نن یوه لایحه منظور کړي او په لړ کې به یې د امریکا د خزانې وزارت ته اجازه ورکړل شي چې خپل د پور اخیستنې اندازه زیاته کړي ترڅو حکومت خپل د پورونو په ادا کولو کې پاتي رانیسي خو په عین وخت کې ولسي جرګې هوډ کړی دی چې د ولسمشر اوباما په نوښت د روغتیا د لایحې تمویل به د یوه کال لپاره وځنډوي.

ددغې لایحې په ترڅ کې په میلیونو امریکایانو ته د روغتیا اسانتیاوې برابرېږي.
XS
SM
MD
LG