د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۳ کال کانګرس د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لږ مفید و


آمار ښيي چې د تیرکال د کانګرس دوره چې جمهوري غوښتونکو په کښي د استاځو د مجلس مشري درلوده او ډیموکراتانو د سنا، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لږ مفیده دوره وه.

دغو دواړو ګوندونو پر یو لړ مهمو مسلو باندي ډیر اختلافات سره درلودلل. اوس د کانګرس غړي د ۲۰۱۴ کال دوره پیلوي او ډیر زیات کار په مخ کي لري چې باید بشپړ یې کړي چې په هغه کې د زراعت یوه لایحه، د پور د کچې د لوړولو لایحه او د کډوالو د چارو د سمون لایحه شامله ده. دا چي د امریکا کانګرس به سږکال د کومو ننګونو سره مخامخ وي جزیات به یې په دې ریپوټ کې ووینو.


د مهاجرت د چارو د اصلاح دپاره فعالین به لکه دغه درې کسان چې اعتصاب یې کړی دی، خپل فشار ته ادامه ورکړي چې د امریکا د استاځو مجلس بالاخره د مهاجرت د ریفورم یا اصلاح پر لایحې باندي کار وکړي. د امریکا د سنا مجلس پروسږ کال د مهاجرت د چارو د اصلاح یوه لایحه تصویب کړه. د امریکا د استاځو د مجلس مشر جان بېنر وايي چې په دې پوه دی چی اصلاح ته اړتیا شته خو وايي: ،،یواځنی لاره چې د مهاجرت د اصلاح لایحه به دغه ځل کار ورکړي دا به وي چې دغه پیچلې موضوګانې یوه په یوه حل شي. که چیري داسي وسي نو دا به د امریکا خلګو ته ډاډ ورکړي چې مونږ دغه موضوع په دقت او پلان سره تعقیبوو.،،

د چارو کارپوهان وايي چې ښاغلیْ بینر به دغه موضوع د مې یا جون په میاشتو کې وروسته له هغه نه مطرح کړي چې د جمهوري غوښتونکو د کانګرس ابتدايي انتخابات بشپړ شي ځکه د نومبر په میاشت کې د کانګرس عمومي انتخابات په مخکي دي. خو زیات شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د مهاجرت قانون د بېنر دپاره زیات سیاسي تاوان هم پېښولای شي. د بروکینګس انسټیټوټ څخه ټامس من داسي وايي: ،،دا لا واضیح نه ده چې هغه به د ډیموکراتانو د ملاتړ د ترلاسه کولو دپاره څومره مخکي ولاړ شي او که چيري ډیر مخکي ولاړ شي نو د دې امکان سته چې د خپلو محافظه کارو ملګرو ملاتړ د لاسه ورکړي.،،

،،د اوباما د راتګ سره جمهوري غوښتونکي نور هم ښي لاس ته ولاړل،،

د بروکینګس د انسټیټوټ څخه ښاغلی من زیاتوي چې یو شمیر کلیدي موضوګانې دي چې ښاغلیْ بینر ورسره مخامخ دی او دا موضوګانې د خپل ګوند د ټي پارټي د ډلې نه ورته متوجې دي. ،،زه فکر کوم چې هغه به دغه ځل کانګرس یو څه نور هم وهڅوي او فشار به پر راولي خو هغه په خپل ګوند کې ډیر محافظه کاره غړي لري چي یواځي د ټي پارټي ډله نه ده بلکې د ولسمشر اوباما د راتګ سره ګوند تر زیاته برید نور هم په خپل دريځ ښي لاس ته غځېدلی دی.،،

ځیني نور مبصرین بیا وايي چې واشنګټن په دې ملامت دی چې اقدام نه کوي. د امریکن پوهنتون پروفیسور جیمس ټربر داسي وايي: ،،زه ملامتي پر ولسمشر وراچوم چې په دې کي پاته راغی دی چې ایتلافونه جوړ کړي خو په عین وخت کې دا هم منم چې د ایتلافونو جوړول آسانه کار نه دی ځکه د استاځو په مجلس کې همدغسي یو وضیعت حاکم دی. زه جمهوري غوښتونکي هم ملامتوم ځکه هغوي هم هڅه نه کوي چې د ډیموکراتانو سره کار وکړي. د دوي زیات شمیر یې ایډیالوژیک تفاوتونه لري.،،

د سږکال د کانګرس تر ټولو مهمه آزموینه به د روان کال په فیبرورۍ او مارچ کې راورسېږي کله چې کانګرس د امریکا د پور د کچې د لوړولو پر لایحې باندي رای ګیري وکړي ترڅو امریکا خپل په مالي مسولیتونو کې پاتي رانسي.

ولسمشر اوباما خپل د ۲۰۱۳ کال په وروستي خبري کنفرانس کې د کانګرس جمهوري غوښتونکو ته خبرداری ورکړی چې د لګښتونو د کمولو دپاره دي د پور د لایحې څخه د وسیلې په توګه کار نه اخلي. ولسمشر اوباما داسي وویل: ،، د پور د کچې د لوړولو لایحه د دې دپاره ده چې مونږ د ترسره شویو مصارفو بیلونه تحویل کړو. دا مسله د چنو وهلو وسیله نه ده نه کومه موقع ده چې ساسي ګټه ځيني پورته شي. دا د کانګرس مسولیت دی چې باید په نظر کې یې وساتي.،،

د یادونې وړ ده چې زیات شمیر مبصرین په دې باور دي چې که چیري د تیرکال د اکټوبر د میاشتې تجربه بیا تکرار شي نو کیدای شي چې دواړو ګوندونو ته تاوان پېښ کړي او اقتصاد ته هم تاوان ورسوي.
XS
SM
MD
LG