د امریکا د کنیتيکت ایالت ، په امریکا کې اولسم ایالت دی چې د مرگ سزا یې په عمري قېد بدله کړله. ددغه ایالت په ولسي جرګه کې دیموکراتان اکثریت لري او هغه قانون یې د چارشنبې په ورځ فسخ کړ چې ددغه ایالت د مشرانو جرګې له خوانه یې د مرگ سزا منظور کړی وه. د دیموکراتانو راېې 88 د 62 په مقابل کې وې. دمرگ د سزا په ځای به مجرمینو ته که محکوم شي دعمري قید سزا بې له خوشي کیدلو نه ورکول کېږي.
تر دی دمخه دامریکا په 16 نورو ایالتونو کې هم د مرگ د سزا په ځاي د عمري قېد سزا غوره گڼل شوې ده.
دغه قانوني مسوده به اوس د دغه ایالت د والي ډانېل ملای لاسلیک ته ولېږل شي.