د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په هاوانا او کیوبا په واشنګټن کې سفارت پرانیزي


اوباما: د کیوبا سره د امریکا اړیکې په هغه هیواد کې د دموکراسۍ او بشري حقونو د پراخیدو په گټه دي.
اوباما: د کیوبا سره د امریکا اړیکې په هغه هیواد کې د دموکراسۍ او بشري حقونو د پراخیدو په گټه دي.

ولسمشر اوبامه نن په سپينه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې د کیوبا سره دیپلوماتیکي اړیکې بیرته فعالوي او ډیر زر به د کیوبا پایتخت کیوبا کې د امریکا سفارت هم پرانستل شي.

ښاغلي اویاما وویل متحده ایالاتو موافقه کړې ده چې د ٥۴ کالو وروسته په کیوبا کې په رسمي توگه خپل سفارت پرانزي او د هغه هیواد سره د اړیکو یو نوی فصل پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې نننۍ پرمختیا څرگندوي چې مونږ باید د خپلو اړیکو د تیر وخت په قید کې پاتې نشو.

ولسمشر اوباما وویل په امریکا او کیوبا کې عمومي نظرپوښتنه د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه والي د پراخې پلوۍ څرگندونکې ده. په کیوبا کې زمونږ د سفارت په پرانستلو سره د کیوبا له خلکو سره به زمونږ تماس پراخ شي او زمونږ همکاري به د ترهگرۍ ضد مبارزې په شان برخو کې پراخه شي.

د هغه په وینا د کیوبا سره د امریکا اړیکې په هغه هیواد کې د دموکراسۍ او بشري حقونو د پراخیدو په گټه دي.

امریکا اوکیوبا پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې سفارتونه بیا خلاصوي، د دې اعلان نه مخکې دواړو هیوادونو په پټه خبرې کولې چې ډپیلوماټیکې اړیکې د سره پیل کړي.

ولسمشر اوباما سپینه ماڼۍ د کیوبا سره د دیپلوماتکي اړیکو د فعالولو اعلان کوي
ولسمشر اوباما سپینه ماڼۍ د کیوبا سره د دیپلوماتکي اړیکو د فعالولو اعلان کوي

د براک اوباماد جمهوري ریاست دوره په ٢٠١٦ کال کې ختمیږی او د کیوبا سره د اړیکو بیا سمول به د هغه د بهرنۍ پالیسۍ مرکزي ميراث پاتې شي. اوباما له ډیر وخت راهیسې د خپلو نړیوالو مخالفینوڅخه د راسن خبرو اترو کولو د ارزښت ملاټر کړی او هغه پدې دلیل چې پدغه کمیونیسټې هیواد چې د امریکا د سرحد څخه یواځې په ١۴٥ کومیټړه لیرې پروت دی، بندیزونه اغیزه نلري.

د اوباما د حکومت یوه مهم چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط د سفارتونو خلاصول تایید کړيدي.

تمه کیږي چې د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیري به هم د سفارتونو د خلاصولو په اړه خبری وکړي. جان کیری له دی مخکې ویلې و چې دی به کیوبا ته سفر کوي چې د امریکا سفارت پرانیزي.

د کیوبا د بهرینو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویلي چې ددغه وزارت چارواکې به د عامه گټو ریس جیفری ډیلورانټس سره د نن چهار شنبې په سهار ملاقات وکړی.

دامریکا متحد ایالاتو د کیوبا سره ډپیلوماټیکې اړیکې په ١٩٦١ کال کې د فیډال کاسترو د انقلاب ورسته وشلولې،امریکا د څو لسیزو راهیسي هڅي کولي چې فیډرال کاسترو حکومت یا راپرځوي او یا کیوبا په نړی کې منزوي کړی. د امریکا پخواني جمهور ریس ایزان هاور دلومړي ځل دپاره په کیوبا اقتصادی بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به هوانا کې د امریکا د سفارت پرانستې دپاره سفر کیوبا ته سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به هوانا کې د امریکا د سفارت پرانستې دپاره سفر کیوبا ته سفر کوي

د ١٩٧٠ کال راهیسي کیوبا او امریکا د یو بل په پلازمینو کې ډپیلوماټیکې ماموریتونه چلول چې ورته د باهمي گټې څانگې ویل کیدل. په تخنیکي لحاظ دغه څانگې د سویټزرلنید د خوندیتوب لاندی وي، او د سفارتونو حیثیت او مراعات یی نه درلودل.

که څه هم کیوبا او امریکا د اړیکو سمون په لور دی خو د دواړو هیودونو ترمنځ مهم مسایل اوس هم شته. چې پکشی د بشری حقوقو په اړه خبری، په هوانا کې د امریکا ځینې جاییدادونه دی چې نیول شوي دی او امریکا یی تاوان غواړی، او کیوبا بیا د بندیزونو د لگیدو ورسته چې کوم تاوانونه گاللي دهغه تاوانونه غواړي. د دی نه پرته د قانون د پلې کولو په برخه کې همکاریو امکان هم شته ، چې دا موضوع به هم پکشي شامل وی چې د امریکا ځینې مجریمینو په هوانا کې پناه اخیستي ده.

XS
SM
MD
LG