د لاس رسي وړ اتصالات

لویډ اسټن: د افغان ځواکونو لومړنۍ وظیفه د طالبانو پرمختګ ورو کول دي


د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو لومړنۍ وظیفه دا ډاډ ترلاسه کول دي، چې د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره له عملیاتو دمخه، د جګړو په لیکو کې د طالبانو د پرمختګ بهیر ورو کړي.

د رویټرز خبرې آژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر د شنبې په ورځ جولای ۲۴ ( زمري دوییم) د الاسکا د ایالت د الیسین په هوايي اډه کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه په ګڼ میشتو سیمو کې خپل حضور پیاوړی کوي.

ښاغلي اسټن وویل "په دې اړه، چې ایا دا به د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي او که نه، فکر کوم لومړی کار، چې باید وشي د هغوی د پرمختګ د سرعت د کمیدو څخه ډاډ ترلاسه کول دي".

د رویټرز د خبرې آزانس د راپور له مخې د افغانستان دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې پرخپله ستراتیژۍ بیا کتنه کړې، چې له مخې یې د کابل او نورو ښارونو په څير د مهمو ساحو، چې سرحدي سیمې او مهمې زیربنايي پروژې هم په کې شاملې دي د امنیت د ټینګیدو لپاره د دغو ساحو شاوخواته ځواکونه پیاوړي کوي.

د امریکا پوځ د جمهور رئیس جو بایډن د امر پر اساس په پام کې لري، چې د اکسټ تر ۳۱ مې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي.

اوړمه ورځ د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د وتلو بهیر تر ۹۵ فیصدو پورې بشپړ کړی دی.

په افغانستان کې د لوی اختر په ورځو کې په نسبي ډول جګړې کمې شوې وې، خو د افغانستان دفاع وزارت تیره ورځ په ۱۵ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د جګړو خبر ورکړی وو.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني سره په ټیلیفون د خبرو پر مهال هغه ته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG