د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې تیره شپه د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس له خپل افغان سیال جنرال طارق شاه بهرامي سره د ټیلیفون له لارې د افغانستان او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي دواړو خواوو په دې خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو د چمتووالي په اړه هم خبرې کړې دي.
د دفاع وزارت په یو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې جنرال بهرامي د امریکا دفاع وزیر ته ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول ملي اردو منسوبینو په روان هجري شمسي کال کې ترټولو سختې وظیفې په ډیره میړانه ترسره کړي او د خپلو وسله والو مخالفانو د ستراتیژیکي اهدافو ته د رسیدلو مخه یې نیولې
جنرال بهرامي ویلي " اوسمهال پوځي ابتکار د افغان امنیتي ځواکونوپه ځانګړي ډول د ملي اردوپه لاس کې دی او د ملي اردو قطعات او جزوتامونه د دفاعي حالت څخه راوتلي او په تعرضي حالت کې دي".
همداشان د افغانستان دفاع وزیر خپل امریکايي سیال ته د ملي اردو په لیکو کې د اصلاحاتو د بهیر په اړه هم معلومات ورکړي او هغه ته یې د اردو په لیکو کې د فسادد له منځه وړلو په اړه ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې جنرال جیمز متیس د اردو په لیکو کې د دغه وزارت د مشرتابه له خوا له فساد سره مبارزه ستایلې او افغانستان سره یې په سیاسي او نظامي برخو کې د امریکا د سل فیصده ملاتړ په اړه د دغه هیواد ژمنې تکرار کړي دي.
اعلامیه وايي " هغه د دې ترڅنګ چې په سیاسي او نظامي برخو کې د امریکا د سل فیصده ملاتړ په اړه د دغه هیواد ژمنې تکرار کړي، افغانستان خلکو او دولت ته یې د دې ډاډ هم ورکړ چې امریکا به پر پاکستان خپل فشار ساتلو ته دوام ورکړي، ترڅو د تروریستانو ټول پناه ځایونه له منځه لاړ شي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګیدو سبب شي".
همداشان د افغانستان د دفاع وزارت دا اعلامیه وایي، د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په ملي اردو کې اصلاحاتو او د ځوانو پوځي کدرونو د ګمارلو له بهیر څخه هم هرکلی کړی دی.
د امریکا دفاع وزیر همداشان د افغان ځانګړو ځواکونو د شمیر د زیاتیدو څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې میشت د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه به افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
جنرال متیس د ځانګړو ځواکونو د شمیر زیاتوالی په افغانستان کې د پوخي برترۍ او ثبات لپاره مهم ګڼلی دي.