د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ترکیه کې د امریکایي ساینس پوه خوشې کیدل غواړي


امریکا له ترکیې غوښتي چې ددې هیواد د فضایي چارو د ادرې ناسا ساینس پوه چې په هغه هیواد کې بندي دی، خوشې کړي.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ٢٠) له ترکیې مننه وکړه چې د ترکي الاصله امریکایي ساینس پوه سرکان گلج د بند موده یې راکمه کړې، خو د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

د ترکیې حکومت د ٢٠١٨ کال د فبرورۍ په میاشت کې ښاغلی گلج د ترکیې د ٢٠١٦ کال د کودتا په تړاو په اوه نیم کاله بند محکوم کړ، خو د استناف غوښتنې وروسته ددغه سیانس پوه د بند موده پنځه کالو ته راټیټه کړای شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ناسا د ساینس پوه سرکان کولج په وړاندې د ترکیې په دوسیه کې "باوري شواهد" نشته.

د ښاغلي گلج مدافع وکیلان وایي دوی بیا هم د ترکیې سترې محکمې ته عرض کړی دی.

سرکان گلج د امریکا د فضایي چارو د ادارې ناسا د څیړنو ساینس پوه دی. هغه ویلي دي چې د ترکیې د ٢٠١٦ کال د ناکامې کودتا په ورځو کې یې د خپلې کورنۍ سره یوځای خپل پخواني هیواد ترکیې ته سفر کړی و. ښاغلی کلج ټینگار کوي چې بیگناه دی او د ترکیې د کودتا سره هیڅ اړیکه نلري.

د ښاغلي گلج میرمن ویلي دي، میړه یې پدې خاطر بندي شوی چې یو امریکایي دی او ترکیې هغه یرغمل کړی دی.

ښاغلی گلج د هغو لسگونو زرو کسانو له ډلې نه دی چې د ٢٠١٦ کال په ناکامې کودتا کې د لاس لرلو او د ترکیې د حکومت د پرزولو په تور بندیان شوي دي.

د ترکیې په ناکامې کودتا کې د لاس لرلو په تور د ښاغلي گلج او د یو بل امریکايي کشیش اندریو برونسن بندي کیدو د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې ترمنځ په اړیکو کې کړکیج رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG