د لاس رسي وړ اتصالات

د لوړې مراسم؛ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ


Trump Pompeo
Trump Pompeo

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ او هلته یې د نوي وزیر مایک پمپیو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ په حواله په یوه ټوئیټ کې لیکلي چې "تر پمپیو بل غوره کس نشته چې د بهرنیو چارو وزارت رهبري کړي."

ټرمپ پمپیو ته په خطاب کې وویل چې "هیڅ شک نه لرم چې تاسې به امریکا ته ویاړ وبخښئ."

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر ژمنه کوي چې ددغه وزارت "عزمت" به بیرته پرځای کړي.

پمپیو د سې شنبې په ورځ [مې ۱] د وزارت له کارکونکو سره د خپلې لومړنۍ کتنې په ترڅ کې وویل چې "د متحدو ایالتونو دیپلوماتیکې ډلې باید په هرځاي کې وي، د نړۍ په هره برخه کې."

دغه جګپوري امریکايي ديپلومات په واشنګټن کې خپلو همکارانو ته وویل چې "احساس کوم زه تاسې پېژنم. د کانګرس د غړي په صفت ما له تاسو سره له نږدې کار کړی دی."

د مارچ په میاشت کې د ولسمشر ټرمپ لخوا د پخواني وزیر رېکس ټېلرسن له ګوښه کېدو وروسته، پمپیو د بهرنیو چارو وزارت ته ونومول شو.

د ټېلرسن په پرتله ویل کیږي چې ولسمشر ټرمپ له مایک پمپیو سره چې پخوا یې د سي آي اې د استخباراتي ادارې مشري کوله، نږدې اړیکې لري.

د بهرنیو چارو وزارت ته د ولسمشر ټرمپ ورتګ دا څرګندوي چې پمپیو د ولسمشر اعتماد ګټلی او د هغه په پوره ملاتړ به د امریکا بهرنی سیاست پرمخ بوځي.

XS
SM
MD
LG