د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اتومي موافقې په خبرو کې د ایران یوه مهمه غوښتنه رد کړه


څه باندې یو کال کیږي چې ایران او امریکا په غیرې مستقیمه توګه مذاکرات کوي چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې موافقه بیرته احیا او دواړه ورسره یو ځای شي.
څه باندې یو کال کیږي چې ایران او امریکا په غیرې مستقیمه توګه مذاکرات کوي چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې موافقه بیرته احیا او دواړه ورسره یو ځای شي.

پداسې حال کې چې متحده ایالات او ایران د تیر یو کال راپدیخوا په غیرې مستقیمه توګه په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې موافقې د بیرته احیا کولو پر سر خبرې اترې کوي خو امریکا دوشنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) پدې هکله د ایران یوه مهمه غوښتنه رد کړله.

د اتومي موافقې په بیرته احیا کولو او پدې موافقې کې د یو ځای کیدو لپاره د ایران یوه مهمه غوښتنه دا ده چې متحده ایالات د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نوم د ترهګرو سازمانانو د لیست څخه وباسي چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ور اضافه کړی و.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې په خبري کنفرانس کې وویل که ایران غواړي هغه بندیزونه پرې لیرې شي چې د اتومي موافقې سره تړاو نلري، باید د متحده ایالاتو هغو اندیښنو ته هم ځواب ووایي چې د دې موافقې سره تړاو نلري.

ښاغلي پرایس وویل، " که هغوي نغواړي پدې خبرو کې نور دوه اړخیز موضوعات حل شي، نو مونږ ډاډه یو چې د اتومي موافقې په هکله به ډیر ژر یو تفاهم ته ورسیږو او پخپله د موافقې عملي کیدل به پیل کړو".

سره لدې چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویلي غواړي چې بیرته د دې موافقې سره یو ځای شي خو پدې هکله په خبرو کې په سوکه پرمختګ یې ناخوښي هم څرګنده کړې.
ها خوا بیا ایران وایي چې د متحده ایالاتو سره په خبرو کې یې نور ډیر مسایل پاتې چي لا پرې موافقه نده شوه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده خبریالانو ته وویل، "کوم پیغامونه چې متحده ایالاتو پدې تیرو څو اوونیو کې د اروپایي اتحادیې د همغږي کوونکي، انریکې مورا لخوا رالیږلي، تر دې لیرې دي چې د موافقې سبب شي".

ښاغلي خطیبزاده په خبرو کې د ځنډ ملامتي په متحده ایالاتو واچوله او زیاته یې کړه چې امریکا چټک ځواب نه ورکوي.

د اروپایي اتحادیې همغږی کوونکی چې د ایران او متحده ایالاتو تر منځ د غیرې مستقیمو خبرو مسؤلیت په غاړه لري، تیره میاشت تهران ته تللی و او د ایراني چارواکو سره یې خبرې کړې وې.

ښاغلی مورا تر تهران وروسته واشنګټن ته هم سفر وکړ او هیله یې ښودلې چې په خبرو اترو کې به فاصله لنډه کاندي.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.


XS
SM
MD
LG