د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوره: امریکا له افغانستانه په وتلو کې بیړه نکوي


د امریکا لوړپوړې دموکراته سناتوره جین شهین وایي متحده ایالات نه غواړي خپل ځواکونه "په بېړه" له افغانستانه وباسي.

د امریکا د سنا مجلس د پوځي کمیټې بانفوذه غړې جین شهین د دوشنبې په ورځ (اپریل ١٥) په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوې ډلې خبریالانو ته وویل چې د سنا په مجلس کې د هغې همکاران او همداشان د امریکا حکومت د هغې له دې نظر سره موافق دي.

میرمن شهین وویل "هر ډول موافقه چې شخړه پای ته ورسوي باید ډیره په سنجش وشي او ټول اړخونه په کې برخه واخلي او {د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو} وتل باید په بېړه ونه شي".

دغې امریکایي سناتورې همداشان ټینگار وکړ چې د افغانستان ښځې باید په مذاکراتو کې ونډه ولري.

سناتورې شهین د سولې په مذاکراتو کې د ښځو ونډه مهمه وگڼله او وې ویل " کله چې ښځې د {سولې په بهیر} کې ښکیلې وي په سلو کې ٣٥ ددې احتمال شته چې د سولې مذاکرات {د سولې او ثبات سبب} دوامدار او اوږده شي."

د میرمن شهین څرگندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړی استازيزلمي خلیلزاد تر اوسه پنځه ځلې د طالب استازو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې د طالبانو سره د سولې د "بین الافغاني" خبره لړۍ د یو شمیر افغان سیاسي مشرانو او د افغان حکومت د مقاماتو په گډون د اپریل له ١٩ نه تر ٢١ په دوحه کې وشي.

XS
SM
MD
LG