د لاس رسي وړ اتصالات

په میرانشاه کې بې پیلوټه الوتکې ۱۰ مشکوک یاغیان وژلي


د پاکستان داستخباراتو چارواکي وايي چې د پاکستان په شمال لویدیځه قبایلي علاقه کې چې د افغانستان سرحد ته نژدې ده ، دامریکا د بې پېلوټه الوتکو په بمبارۍ کې لس تنه وژل شوي دي. چارواکو وویل چې بې پېلوټه الوتکو نن د پنجشبنې په ورځ په میرانشاه کې ختیځې خواته څوکورونه وویشتل.

له دې برید نه مخکي د چارشنبې په ورځ هم د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په همدې سیمه کې څلور تندلاري وژل شوي وو.

د چارشنبې د ورځې برید د دته خیلو په ښار کې چی په شمالي وزیرستان کې پروت دی وشو. ددغو وژل شویو افراطیانو هویت ندی معلوم خو رپوټونه وايي چې په دې سیمه کې د حقاني د ډلې پاخه مورچلونه شته دي.

یوه چارواکي د نوم دنه ښودلو په شرط وویل چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه اوس د پاکستان او امریکا ترمنځ ډېره جنجالي مسله ده.

د پاکستان د پارلمان غړو غږ کړی دی چې د بې پېلوټه الوتکو بمباري دي، د پاکستان په خاوره کې بنده شي؛ خو د امریکا متحده ایالات وايي چې په دغو بمباریو کې هغه کسان په نښه کېږي چې د القاعدې او طالبانو د ماتولو لپاره قاطع اهمیت لري.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې د تېرکال د نومبر دمیاشتې راهیسې ډیري کمزوري دي ځکه چې هغه وخت د ناټو په بمبارۍ کې، سهواً دپاکستان 24 تنه عسکر ووژل شول. پاکستان له هماغه وخت راهیسې د ناټو د اکمالاتو ځمکنۍ لاره بنده کړې ده. ددغې لارې دخلاصونگ لپاره مذاکرات روان دي.

XS
SM
MD
LG