د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکايي الوتکه کې مشکوک کسان نیول شوي


په امریکايي الوتکه کې مشکوک کسان نیول شوي
په امریکايي الوتکه کې مشکوک کسان نیول شوي

امریکایی چارواکی وایی چی دوه یمنی الاصله کسان له هغه وروسته په امستردم کی ونیول شول چی پولیسو خبردارۍ ورکړ چی هغوی په خپلو بکسونو کی مشکوک توکي انتقالوي.

امریکایی خبری منابع وایی چی دغه کسان د یکشنبی په شپه په امستردم کی د یونایټید د هوایی شرکت په الوتکه کی د کیناستو وروسته ونیول شول.

هغوی له هغه وروسته ونیول شول چی پولیسو ته پته ولگیده چی د هغوی په یوه بکس کی موبایل ټلیفون د انتی اسید د دوا د یوه بوتل سره تړل شوی و . همدا شان په دی بکس کی نور موبایل ټلیفونونه او ساعتونه چی یو د بل سره سکاشتیپ شوی وو هم موجود وو.

د ای بی سی نیوز ټلیویزیون پرون وویل چی دغه کسان د ترورستی حملو د کولو په جرم نیول شوی خو امریکایی چارواکی وایی چی ترورستی عمل نه دی تصدیق شوی.

دغه یمنی الاصله کسان احمد محمد ناصر الصوفی او بل یی هیزمام الموریسی نومیږی.

XS
SM
MD
LG