د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د کارونو بازار ښه شوی


په امریکا کې د کارموندنې مارکیټ تیره میاشت بیا وده کړې ده او اقتصاد ۱۹۵ زره وظیفې رامنځ ته کړي دي سره له دې چې په امریکا کې د بې کارۍ کچې تغییر نه دی کړی او اوس هم ۷،۶ فیصده واجد شرایط خلګ بې کاره دي.

د امریکا حکومت د جمعې په ورځ ریپوټ ورکړی دی چې د امریکا د اقتصاد په بیلابیلو برخو کې کارموندنې زور اخیستی دی چې په کښي مسلکي بخشونه، تجارت، مالي خدمات، د روغتیا برخه، پرچون کاروبارونه او د هوټل دارۍ برخې شاملې دي.


د دې ترڅنګ په ریپوټ کې دا هم راغلي دي چې د اپریل او مې په میاشتو کې ۷۰ زره د اټکل نه زیاتې وظیفې رامنځ ته شوي یعنی۳۹۴ زره نوي وظیفې رامنځ ته شوي دي.

تحلیل کونکی مارک همریک وايي چې په امریکا کې د کاروبار مارکیټ مخ پر ښه کیدو دی. ،،مونږ ولیدل چې په اوسط ډول د تیرو ښپږو میاشتو په ترڅ کې د۲ ساوو زرو نه زیاتې وظیفې رامنځ ته شوي دي چې د مخکنیو ښپږو میاشتو په مقایسته ښه والی په ډاګه کوي. بنا په امریکا کې د کاروبار په برخه کې ثابت پرمختګ راغلی دی.،،

د امریکا د کار او ټولنیزو چارو په یوه وروستي ریپوټ کې راغلي دي چې اوس هم په امریکا کې ۱۱،۸ میلیونه امریکایان بې کاره دي چې په دې شمیره کې د فیبرورۍ د میاشتې راهیسي کمی او زیاتی نه دی راغلی او همدغسي ثابته پاته دی.

د امریکا په اقتصاد کې بې کاري د معیاري فیصد څخه چې ۶ فیصده ده، لوړ ده په داسي حال کې چې امریکا هڅه کوي چې ددغه هېواد اقتصاد د مالي رکوت څخه چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کې پر راغی ، ځان وباسي.
XS
SM
MD
LG