د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اروپايی اتحاد د مالي جنجال ختمیدو ته ښه راغلاست ووایه


希腊从欧元区伙伴和国际货币基金组织那里接受过两次救助计划。2009年底,希腊政府承认国家债务远远高于官方统计数字。这导致它在2010年5月接受了一项1110亿欧元的救助计划。当希腊经济继续走软时,有关方面2012年2月又敲定了为其提供1300亿欧元的计划。
希腊从欧元区伙伴和国际货币基金组织那里接受过两次救助计划。2009年底,希腊政府承认国家债务远远高于官方统计数字。这导致它在2010年5月接受了一项1110亿欧元的救助计划。当希腊经济继续走软时,有关方面2012年2月又敲定了为其提供1300亿欧元的计划。

د امریکا ولسمشر بارک اوباما روانه اونۍ د اروپايي اتحاد د مالي بحران پر سر د روانو جنجالونو ختمیدو ته ښه راغلاست ووایه. سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر اوباما به د جي شل یا د نړۍ د شلو بډایو هیوادونو غونډې ته چې په فرانسه کې دایریږي ورسی او هلته به د امریکا د مالي بحران د حلولو په برخه کې یو لړ پرمختګونو ته اشاره وکړي خو په سپینې ماڼۍ کې د امریکا غږ خبریال دن روبنسن وايي چې ولسمشر اوباما اوس هم د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سره یو لړ د نظر اختلافات لري چې د امریکا ددغې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې کومه لاره باید تعقیب شي.

د اروپايي اتحاد د مالي ستونزې د حل موضوع ته په غبرګون کې ښاغلي اوباما وویل چې د امریکا متحده ایالات په داسي حال کې چې غواړي بشپړ پرمختګ وکړي او خپلې تګلارې په چټکه توګه پلي کړي ، د اروپايي اتحاد سره به خپلو ګدو هلو ځلو ته ادامه ورکړي چې مالي ستونزو ته د حل تګلاره په همدغه ډول بریالۍ پرمخ ولاړه شي او خلګ په دندو وګمارل شي.

د ښاغلي اوباما د ویاند څخه یوه خبریال وپوښتل چې د جمهوري غوښتونکو سره د ښاغلي اوباما ستونزو ته په کتو سره آیا هغه به په یوه داسي موقف کې وي چې د اروپايي اتحاد مشرانو ته لکچر ورکړي او پر هغوي باندي فشار راولي چې په خپلې مالي مسلې کې څه ډول باید پر مخ ولاړ شي؟

د ښاغلي اوباما ویاند جې کارني د جمهوري غوښتونکو سره د ولسمشر د ۴۴۷ میلیاردو ډالرو کارموندنې دلایحې د ستونزې شتون ومنیْ او ویې ویل چې اوس هم د کانګرس د دواړو ګوندونو یوه ګډه جرګه ګۍ د حکومتي لګښتونو د راکمولو په مسله کې یو لړ توپیرونه سره لري. هدف د ۱.۲ ټریلیونو ډالرو حکومتي لګښتونو راکمول دي.

خو ښاغلي کارني وویل چې ولسمشر به د جي ۲۰ ډلې غړو هیوادونو ته دا ووايي چې پر کانګرس باندي به خپل فشار ته ادامه ورکړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

ښاغلي کارني داسی وويل،،د اروپايي اتحاد مشرانو او د جي ۲۰ هیوادونو غړو ته د ښاغلي اوباما پیغام به دا وي چې مونږ د انفرادي هیوادونو په توګه او دغه راز په ګډه باید کار وکړو چې د نړۍ د مالي بحران د حل لارو موندلو ته ادامه ورکړو او خلګو ته بیرته دندې پیدا کړو.،،

په داسي حال کې چې د نومبر د میاشتې ۲۳ مه نېټې مخ پر رانږدې کیدو ده د کانګرس په جرګه ګۍ کې بحثونه مخ پر تاوده کیدو دي. دوي باید ددغې نېټې پوري د ستونزې د حل لپاره وړاندیزونه وکړي.

ښاغلي اوباما د ۱،۲ ټریلیونو نه د زیاتو حکومتي لګښتونو د کمولو غوښتنه کړې ده خو په عین وخت کې یې ویلي دي چې باید د حکومت د پورونو او د بودیجې د کسر کمول په متوازنه توګه وسي چې د منځنې کچې امریکایانو ته په کښي تاوان پېښ نه شي.

ښاغلی اوباما وايي چې بډایه امریکایان دي د حکومت د بودیجه د کسر او مالي ستونزې په حل کې ډیره ونډه واخلي او زیاته مالیه دي ورکړي خو جمهوري غوښتونکي بیا د دې خبري سره مخالفت لري.

د کانګرس ریْس، جمهوري غوښتونکي جان بینر د ډیموکراتانو هغه وړاندیز ته غبرګون وښود چې وايي ۱،۳ ټیریلیونه ډالري دي د عایداتو له لارې ترلاسه شي.نوموړي زیاته کړه چې دا یو مناسب رقم نه دی.

په عین حال کې پخوانۍ د پارلمان مشرې ډیموکراتې ننسي پیلوسي وویل چې هر هغه پریکړه چې په واشنګټن کې نیول کېږي هغه د نړۍ په کچه اغیزې لري او د نړۍ د اقتصادي اطمینان دپاره اړینې دي. هغې داسي وویل ،،نړۍ مونږ ته منتظره ده . نړۍ مونږ ته ګوري چې مونږ څه کوو. که چیري مونږ د نړۍ په کچه خپل د مشرۍ رول و نه لوبوو نو په نړۍ کې به پېښې زمونږ نه مخکي شي.،،

د یادونې وړ ده چې د را روانۍ اونۍ د شلو بډایو هیوادونو غونډه به په داسی حال کې ترسره شي چې د امریکا په بیلابیلو برخو کې د وال سټریټ ونیسی په نامه لاریونونه روان دي او موخه یې هم دا ده چې په هیواد کې بې کارۍ او دغه راز عدم مساواتو ته د پای ټکی کښېښودل شي.

ښاغلي اوباما د دغو لاریونونه په هکله خبري وکړې او داسي یې وویل،،لاریون کونکي هغه ستومانتیا او د نه ځغمولو وړ حس ته اواز ورکوي چې زمونږ د مالي سیسټم کار کول ښيي.،،

د یادونۍ وړ ده چې روانه اونۍ د امریکایانو د وظیفو لایحه په دې ونه توانیده چې په مشرانو جرګه کې ۶۰ رایې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG