د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنګي الوتکو د الاسکا ساحل ته نږدې د روسي پوځي الوتکو مخه ونیوله

 امریکايي جنګي جټ الوتکې
امریکايي جنګي جټ الوتکې

د امریکا او کاناډا یوې ګډې پوځي قوې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې خپلې جنګي الوتکې ځکه په هوا کړي چې د هغو څو روسي بم غورځوونکو جنګي الوتکو او د جاسوسۍ د یوې الوتکې چې د الاسکا له ساحل څخه بهر په نړیوال هوايي حریم کې وپېژندل شوې، تعقیب کړي او مخه یې ونیسي.

د شمالي امریکا د هوايي دفاع قوماندانۍ یا (NORAD) ویلي چې دوی دوه روسي (Tu-95) ډوله الوتکې، (دوه Su-35) ډوله الوتکې او یوه (A-50) ډوله الوتکه کشف او تعقیب کړې چې د الاسکا د هوایي زون د دفاع په سیمه کې څرګندې شوې.

نوراد وویل: "دوی دوه (F-16)، دوه (F-35)، یوه (E-3) او څلور (KC-135) الوتکې پورته کړې څو لیدل شوې الوتکې ودروي، په دقیقه توګه یې وپېژني او تر هغه یې بدرګه کړي څو د الاسکا هوایي حریم څخه ووځي."

نوراد زیاته کړه چې روسي پوځي الوتکې په نړیوال هوايي حریم کې پاتې شوې او د امریکا یا کاناډا ملي هوايي حریم ته داخلې نه شوې. دغې ادارې همدارنګه وویل چې د الاسکا د هوایي حریم د پېژندنې په سیمه کې (ADIZ) دا ډول روسي فعالیتونه په منظم ډول پېښېږي او ګواښ نه ګڼل کېږي.

د امریکا د هوايي دفاع د پېژندنې سیمه د نړیوال هوايي حریم هغه پراخه برخه ده چې د امریکا ملي هوايي حریم ته نږدې پرته ده او «د ملي امنیت په موخه د ټولو الوتکو چټکه پېژندنه» پکې لازمي ګڼل کیږي.

نوراد څرګنده کړه چې دوی «د سپوږمکیو، ځمکنيو او هوايي رادارونو او جنګي الوتکو د دفاعي شبکې» څخه کار اخلي څو الوتکې کشف او تعقیب کړي او اړوند اقدامات ترسره کړي.

نوراد وایي چې دوی تل د تیارسی په حالت کې دي او د شمالي امریکا د دفاع لپاره د بېلابېلو غبرګونونو کارولو ته تیار دي.

نوراد زیاتوي چې تېر سپټمبر یې د الاسکا په هوايي فضا کې څلور روسۍ الوتکې کشف او تعقیب کړې وې او وروسته یې پوځي الوتکې واستولې څو مخه یې ونیسي. سربېره پر دې، دغې ادارې تېر اګست کې د شپږو ورځو په موده کې د الاسکا له ساحل سره نږدې د روسي الوتکو په اړه څلور خبرتیاوې خپرې کړې وې.

د امریکا او کاناډا ترمنځ ګډه عملیاتي قومنداني د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته په ۱۹۵۷ کال کې رامنځته شوه څو د دواړو هېوادونو هوايي فضا خوندي وساتي.

د ادارې اوسنی قومندان د امریکا د هوايي ځواک جنرال ګرېګوري اېم. ګیلوټ دی. دا مقام د امریکا دمتحدو ایالتونو د ولسمشر او د کاناډا د صدراعظم له خوا په ګډه ټاکل کېږي.

د (NORAD) په وېبپاڼې کې د معلوماتو له مخې، د دې قومندانۍ دنده دا ده چې د «الوتکو، توغندیو یا فضايي وسایطو» له لوري هر ډول برید کشف او خبرداری یې ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG