د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د "یو اېس اېډ" بودیجه کموي


په پام کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ۲۰۱۸ کال لپاره ددغه هېواد بودیجه د پنجشنبې په ورځ [مارچ ۱۶] اعلان کړي.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ژمنو په رڼا کې، سپېنه ماڼۍ غواړي ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې "یو اېس اېډ" بودیجه او د ملګرو ملتونو لپاره ددغه هېواد مالې مرستې راکمې کړي.

ځینې کارپوهان پدې نظر دي چې د بودیجې کمول به د امریکا دپیلوماسي غښتلې کړې په داسې حال کې چې د ځینو امریکايي قانون جوړونکو په ګډون د بشري حقونو یو شمیر فعالان د امریکا د بهرنیو مرستو له کموالي سره کلک مخالفت لري.

د بروکینګز د څېړنیز مرکز، غړی جورج انګرام وایې چې مرستې به په دریو پړاوونو کې راکمې شي: "هغه څه چې ما اوریدلي د ۳۰ فیصدو په شاوخوا کې به بودیجه راکمه شي. د بودیجې د تنظیم ادارې اصلي وړاندیز دا و چې بودیجه دې ۳۷ فیصده راکمه شي خو د بهرنیو چارو وزیر یې مخالفت وکړ."

د هغو اسنادو پر بنسټ چې سپینې ماڼۍ خپاره کړي دي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ددغه هېواد د نړیوالې پراختیايي ادارې "یو اېس اېډ" لپاره ۲۵.۶ میلیارد ډالر غوښتل شوي دي چې د اوسنۍ بودیجې په پرتله ۲۸ فصیده کموالی ښیي.

همداراز متحده ایالات به د ملګرو ملتونو لپاره د واشنګټن مرستې راکمې کړي. دا لا معلومه نه ده چې په کومه اندازه د ملګرو ملتونو سره د امریکا مالي مرستې کمې کیږي.

د بشري حقونو فعالان او مرستندویه ادارې ویره لري چې د بودیجې کموالی به د نړۍ په کچه د مهاجرینو او نور اړمنو کسانو لپاره ورانونکې پایلې ولري.

په امریکا کې د بخښنې نړیوال سازمان کارکوونکي، ادوتي اکوي وویل: "زه فکر کوم چې د مدني ټولنې سازمانونه او حکومتونه نه یواځې دا چې په سرچینو کې د کموالي له امله اندېښنه لري بلکه دوي د هغې تشې له امله هم اندېښنه لري چې د یو شریک په توګه د امریکا د مرستو په نشتون کې رامنځته کیږي."

خو ځینې کارپوهان بیا د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې شته بیروکراسۍ ته په اشارې د بودیجې کموالي ته په بل نظر ګوري.

پخوانی امریکايي ديپلومات، جیمز روبرتس وایې د بودیجې په کموالي سره به د بهرنیو مرستو په لګولو کې روڼتیا رامنځټه شي: "زه فکر کوم چې ددې زمینه شته چې د بهرنیو چارو وزارت د ښه فعالیت لپاره بدلون راشی. څو دغه وزارت په زیاته اغیزمنتیا، د امریکا د خلکو د استازي په توګه د اغیزمن لوبغاړي په صفت ښه فعالیت وکړي ځکه چې دا به د واک لیکې ساده کړي او دا به روښانه کړي چې پیسې چیرې ولګول شي."

خو جورج انګرام چې د امریکا په کانګرس کې د کار تجربه لري وایې چې امریکايي قانون جوړونکي به د امریکا په بهرنیو مرستو که له پراخ کموالي سره مخالفت وکړي.

یو شمیر جمهوریت غوښتونکي سناتوران پدې باور دي چې د بودیجې په کموالي سره به له داعش ډلې سره مبارزه اغیزمنه شي.

د سپینې ماڼۍ لخوا د امریکا د بودیجې له اعلان سره به کانګرس په راتلونکو میاشتو کې ددغې بودیجې پر تائید یا رد پراخ بحثونه په لاره واچوي.

XS
SM
MD
LG