د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان پر مالي پالیسۍ بیلابیل دریځونه لري


د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې د دویمې دورې لپاره د هغه بریالیتوب په دې معنی دی چې آمریکایان د هغه د پالیسیو حمایت کوي چې موخه یې د مالیاتو په برخه کې د جنجال رفع کول دي ځکه که دغه مسله حل نشي نو د امریکا اقتصاد د رکوت سره مخامخ کیدای شي. ولسمشر اوباما وايي چې د هغه پالیسي دا ده چې په هیواد کې دي بډایه خلګ ډیر مالیات ورکړي.

ولسمشر بارک اوباما د دویمې دورې لپاره د ټاکل کېدو وروسته اقتصاد خپل مهم لومړيتوب ګرځولی دی. هغه وايي چې آمریکایانو هغه په دې خاطر بیرته انتخاب کړ چې د نوموړي د اقتصادي پالیسو سره موافق وو. د انتخابېدو وروسته د اقتصاد په هکله د ولسمشر اوباما په عامه څرګندونې د دې ښکارندوی دي چې هغه به د جمهوري غوښتونکو سره یو لړ تاوده بحثونه ولري ترڅو د زیاتو حکومتي لګښتونو د کمولو او د پخواني ولسمشر بوش د وخت د مالیاتو د رعایت د قانون د خمتیدو مخنیوی وکړي. ولسمشر اوباما ویلي دي چې د جمهوري غوښتونکو سره به په ګډه کار وکړي. جمهوري غوښتونکو هم د ولسمشر اوباما سره د همکارۍ هوډ کړی دی خو داسي ښکاري چې دواړې خواوې پر ځینو مسایلو ټینګ ولاړ دي او تفاهم به پرې ونکړي. دا به په راتلونکي کال کې په ډاګه شي چې ولسمشر اوباما او ګانګرس تر څه برید د یوه بل سره پر ملي مسایلو تفاهم کولای شي.


د ۲۰۱۳ کال په پیل کې به د پخواني ولسمشر بوش د وخت د مالیاتو د رعایت قانون موده پوره شي. ددغه قانون په لړ کې پر آمریکایانو باندي مالیات راکښته شوي وو.
جمهوري غوښتونکي وايي چې د مالیاتو ستونزه باید د لګښتونو د کمولو له لارې حل شي، خو ولسمشر اوباما بیا پر دې ټینګار کوي چې د ستونزې د حل په جمع کې باید پر بډایه آمریکایانو باندي د مالیاتو زیاتول هم شامل وي. ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې د مینځنۍ طبقې د یو شمیر آمریکایانو سره د لیدو پر مهال وویل چې هغه به ښايي ونشي کړای چې ټول هغه ژمنې سل په سل کې پرځای کړي چې د انتخاباتو پر وخت یې د امریکایانو سره وکړې، خو پر یوې مسلې به ټینګ دریږي او تفاهم به پرې نه کوي هغه پر بډایه آمریکایانو د مالیاتو زیاتول دي.،،زه غواړم چې واضیح خبري وکړم. هغه دا چي زه ښايي ونشم کړای چې خپلې ټولې ژمنې په بشپړه توګه پرځای کړم. زه چمتو یم چې تفاهم وکړم خو زه به د هیڅ داسي یوې تګلارې ملاتړ ونکړم چې متوازنه نه وي. زه به د محصلینو او محسنو کسانو څخه و نه غواړم چې د بودیجې د کسر د پوره کولو لپاره ډیر مالیات ورکړي په داسي حال کې چې زما په شان بډایه آمریکایان چې په کال کې د ۲۵۰ زرو ډالرو نه زیاتې پیسې جوړوي یو نیمکه زیاته مالیه نه ورکوي.،،

مخکي له دې چې ولسمشر اوباما په سپینۍ ماڼۍ کې خپلې څرګندونې وکړې، د امریکا د ولسي جرګې مشر جمهوري غوښتونکي جان بېنر پر دې ټینګار وکړ چې د مالیاتو په برخه کې د جنجال د حل لپاره په هر ډول حل کې باید لږ مالیات، د خاصو ډلو لپاره رعایتونه او د حکومتي مرستو د پروګرامونو په کنټرول کې راوستل شامل وي.،،۲۰۱۳ کال باید یو داسي کال وي چې مونږ خپل د پور ستونزه د مالیاتو او حکومتي مرستو د پروګرامونو د اصلاح له لارې حل کړو. زه د دې وړاندېز کوم چې مونږ دغه ستونزه په داسي یو شکل حل کړو چې راتلونکی کال بالاخره هغه وخت وي چې زمونږ حکومت د سترو ستونزو سره په صحیح بڼه مبارزه وکړي.،،

د ولسي جرګې د بودیجې د جرګه ګۍ یو پخوانی جګپوړی غړی وايي چې په دې ورستیو کې د سپینې ماڼۍ او ګانګرس بیانیوو ته په کتو سره داسي ښکاري چې د دواړو ترمنځ د تفاهم لپاره امکانات شته خو د سې شنبې د ورځې د کانګرس او سپینې ماڼۍ د انتخاباتو نتایج به د تفاهم پر څرنګوالي اغیز ولري. ،،ولسمشر اوباما انتخابات وګټل او جمهوري غوښتونکو په ولسي جرګې کې خپل اکثریت وساتی. دا واضیح شوه چې د بودیجې د کسر په کمولو کې به د دواړو ترمنځ یو لړ اختلافات رامنځ ته شي.،،

د ګانګرس د بودیجې جرګه ګۍ په خپل وروستي ریپوټ کې چې د پنچشنبې په ورځ خپور شو وړاند وینه کړې چې که د مالیاتو ستونزه حل نشي او دغه ستونزه د یوه کال لپاره دوام وکړي نو اقتصاد به د رکوت سره مخامخ شي.


د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې په خپلو ورستیو څرګندونو کې پر دې ټینګار وکړ چې آمریکایانو خپلې رایې د عمل او اقدام په تمه کارولي دي نه د معمول سیاسي مانورو لپاره نو په کار ده چې توافق وشي چې د هیواد ستونزې په ګډه حل شي، خو جمهوري غوښتونکي بیا پر خپل دریځ ولاړ دي لکه په تیرو ۴ کلونو کې چې ولاړ وو او هغه دا چې پر بډایو آمریکایانو باندی د مالیاتو زیاتول به موثر تمام نشي. ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د نورو مسلو تر څنګ د مالیاتو پر مسلې بیلابیل دریځونه لري. جمهوري غوښتونکي وايي چې که بډایه آمریکایان لږ مالیات ورکړي نو دوي به تشویق شي چې سرمایه ګذاري وکړي او په لړ کې به یې خلګو ته کارونه پیدا شي او اقتصاد به ښه شي خو ډیموکراتان بیا وايي چې د اقتصاد د ښه کولو بوج باید ټول آمریکایان په مساوي توګه پر اوږه واخلي.
XS
SM
MD
LG