د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د انجنیرانو یوه ډله وایي چي دوي به د ( مسي سی پي ) د سیند نه چي سیلاونو په سر اخیستي دی، یوه برخه اوبه کومي بلي خواته واړوي چي د دې سیند د اوبو خطر د هغو سیمو نه کم شي چي ګڼ شمیر خلک په کي اوسیږي.
که دا کار وسي نو دا اوبه به په لسګونو زره هکتاره زراعتي ځمکي لاندي کړي او د تقریبا ٢٥ زره خلکو په ژوند باندي به تاثیر واچوي. دا کار یو ځل په ١٩٧٣ کال کي هم سوی و.
سره صلیب ویلي دي چي د هغو خلکو د پاره چي بې ځایه کیږي په کافي اندازه سرپناوي لري او تر څو هفتو پوري چي د سیلاونو اوبه کښیني هغوي په دې سرپناوو کي ساتلای سي.
چارواکي وایي چي د ( مسي سي پي ) د سیند د اوبو د سطحي په جګیدو سره به د کب نیولو سیمي هم د سیلاو تر اوبو لاندي سي او خلکو ته به په یوه کال کي تقریبا ٢٠٠ ملیون ډالره تاوانونه ورسیږي. د پمبې د کرلو ځمکي هم تر خطر لاندي دي.
جمهوررئیس براک اوباما په نظر کي لري چي ددوشنبې په ورځ سیلاب ځپلي سیمي وگوري. هغه به د ( ټینسي ) د ایالت تر ټولو غټ ښار ( میمفیس ) ته ورسي چي هلته د ( مسي سی پي ) د سیند اوبه په دې هفته کي دومره جگي شوي دي چي پخوا هیڅکله په دې اندازه نه وې جګي شوي.