د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند ته نور امریکایي ځواکونه تللي دي


امریکایي پوځیان د طالبانو سره په جگړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
امریکایي پوځیان د طالبانو سره په جگړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د امریکایي ځواکونو یو ویاند ویلي چې د هلمند نا ارامه ولایت ته په دې وروستیو کې نور امریکایي ځواکونه لیږدول شوي دي. تورن مایکل لاهورن د امریکا غږ ته وویل چې ددې ځواکونو ماموریت د امریکایي پرسونل د امنیت نیول دي چې له پخوا څخه په هلمند کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او مرستې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

ښاغلي لاهورن وویل چې ددغو تازه ځواکونو وظیفه ده چې "د ٢١٥ قول اردو د بیا تشکیل، بیاتجهیز او بیاروزنې لپاره" روانې هڅې پیاوړې کړي.

په هلمند کې د طالبانو د فعالیت د زیاتیدو وروسته یو شمیر ځانگړي امریکایي ځواکونه د یاغیانو د ځپلو او د محلي قواو د وړتیا د زیاتولو لپاره دغه ولایت ته ولیږدول شول.

د هلمند یو شمیر سیمې په ځانگړې توگه د سنگین، موسی قلعه او نادعلي ولسوالۍ په تیرو څو میاشتو کې د وسله وال تاوتریخوالي د زیاتیدو شاهدې دي.

د هلمند والي میرزا خان رحیمي د امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونه په نادعلي او نورو ولسوالیو کې چې د طالبانو له گواښ سره مخامخ دي پر حالاتو مسلط دي او د بهرنیو پوځیانو په ملاتړ به د یاغیانو د بریدونو مخه ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سه شنبې د ورځې په غونډه کې هم چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه د هلمند وضیعت و ارزول شو. د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په بنسټ "د ملي امنیت شورا د هلمند ولایت د امنیتي وضیعت په پام کې نیولو سره پریکړه وکړه چې د هلمند ولایت د عمومي وضیعت د ارزونې په مقصد د اړوند ارگانونو یو باصلاحیته پلاوی دغه ولایت ته سفر وکړي."

XS
SM
MD
LG