د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قواوې: کندوز کې د ملکیانو د تلفاتو شواهد ندي موندل شوي


په افغانستان کې امریکایي عسکر وایي په کندوز کې یې د ملکیانو د وژل کیدو شواهد ندي موندلي

په افغانستان کې امریکایي قواوې وایي ، په کندوز کې د نومبر په ٣ او ۴ نیټې د ملکي خلکو د وژل کیدو په هکله یې تحقیقات کړیدي. دغه تحقیقات ښیي چې د ملکیانو د وژل کیدو هیڅ ثبوت یې ندی موندلی

امریکایي قواوو د دغه تحقیقاتو نه وروسته ویلي دي چې مونږ دا تائیدوو چې په دغه سیمه کې په عملیاتو کې دښمن وسله وال وژل شویدي. د کندوز والي عمرخیل او د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري هم د ملکیانو د وژل کیدو ادعاگانې رد کړي وی.

په افغانستان کې امریکایي قواوو دغه تحقیقات په ازادانه توگه ترسره کړیدي او ویلي یې دي چې په دغو عملیاتو کې هیڅ ملکي وگړي ندي وژل شوي. په دغه سیمې کې روغتونونو او صحي مرکزونو ته هم زخمي شوې ملکیان ندي راوړل شوي.

په افغانستان کې امریکایي قواوې وایي چې د ملیکانو د وژل کیدو تورونه ډیر په جدي ډول څیړي او د ملیکانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG