د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پوځ : افغانستان کې په عملیاتي واک کې بدلون حقیقت نلري


امریکا پوځ په افغانستان کې د افغان ځواکونو سره د پوځي عملیاتو پر مهال د مشورې چارې پرمخ وړي.

په افغانستان کې دیره د امریکا د پوځ قومندانۍ د نیوزویک امریکايي مجلې هغه راپور ناسم بللی چې وايي د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته امر کړی، چې د طالب وسله والو پر ضد عملیاتو کې خپل حضور کم کړي.

د نیوزویک مجلې په خپله تازه ګڼه کې، چې د دوشنبې په ورځ ( زمري ۲۱ مه) خپره شوې، د امریکا د دفاع وزارت د لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي، چې امریکايي ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې د حضور کمیدو ترڅنګ دغو ځواکونو ته د مشورې د ورکولو په برخه کې د همکارۍ د کمیدو امر هم شوی دی.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ ویاند او د عامه اړیکو مشر ډګروال ساني لیګیټ د سه شنبې په ورځ ( زمري ۲۲ مه) د امریکا د یوې پوښتنې په ځواب کې په راپور کې د ناڅرګندو سرچینو یادونې ته په کتو دا راپور ناسم او پرشک او ګمان متکي راپور بللی دی.

ډګروال لیګیټ ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ په عملیاتي واک کې بدلون په اړه خپور شوی راپور بې اساسه دی. ډګروال لیګیټ وویل " مونږ دغسې کوم هدایت نه لرو او دغسې بدلون مو هم نه دی رامنځ ته کړی".

په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د پوځ د همکارۍ د کمیدو په اړه د نیوزویک مجلې دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې امریکا او طالبانو په دوحه کې تازه د سولې د هوکړې د خبرو اتم پړاو پای ته رسولی دی.

دواړو خواو ویلي، چې هوکړې ته نږدې شوي دي.

تراوسه دا لا څرګنده نه ده، چې دواړو خواو په کومو مسلو سره خبرې کړي او هوکړې ته نږدې شوي دي.

خو طالبانو او امریکايي چارواکو ویلي، د خبرو په اصلي اجندا کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو او د طالبانو له خوا د امنیتي ضمانتونو د برابرولو مسلې شاملې دي.

تراوسه د دغې هوکړې جزئیات رسنیو سره نه دي شریک شوي.

XS
SM
MD
LG