د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ۲۰۲۰ کال د بهرنیو مرستو بودجه کې ۱۱ میلیارد کم کړل


US currency dollars gold money

د ولسمشر ټرمپ د پریکړې له مخې د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو په برخه کې ۱۱ میلیارد ډالر کم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ ( مارچ ۲۷) د کانګرس په استماعیه غونډه کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د بهرنیو مرستو او دیپلوماسۍ په برخه کې د بودجې د کمیدو د پریکړې ملاتړ وکړ، خو وايي چې د امریکا بهرنیو هدفونو ته به زیان و نه رسیږي.

په کانګرس کې دواړو، دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو استازو د بودجې پر کمیدو نیوکې کړې دي. د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ایلیت اینګل وايي دوی د ولسمشر له دغې پریکړې سره مخالف دي.

ښاغلی اینګل وايي "زما په نظر دا بودجه ددې ښکارندوي کوي چې د ټرمپ بهرنۍ پالیسي په بهرنیو مسایلو کې بې علاقې ده. له هغو ځایونو څخه په شا کیږي چې د امریکا مشرتابه ته پکې ډیره زیاته اړتیا ده. موږ پوهیږو چې نور هیوادونه لکه چین، روسیه او ایران زموږ پر معیارونو باور نلري، که ټرمپ دا کار وکړي نو دغه هیوادونه به ډیر زیات خوشحاله شي چی دا خلاء ډکه کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي دی د چین او روسیې له ګواښونو څخه خبر دی، خو زیاته یې کړه چې دولت باید د مالیه ورکوونکو پر اوږو له بار نه هم خبر اوسي.

ښاغلی پمپیو وايي " موږ ډاډ درکوو چې روسیه او چین ددې وسه نه لري چې د قدرت پر سر سیالۍ کې ستراتیژیک هدف ترلاسه کړي. موږ به خپل پرمختګ ته دوام ورکړو،په بشپړه توګه د غیر اټومي کیدو په برخه کې د شمالي کوریا مخه نیسو. موږ به د وینزویلا د خلکو به ملاتړ وکړو، ځکه هغوی په سوله اییزه توګه دیموکراسي اعاده کوي".

پمپیو وايي په وینزویلا کې د دیموکراتیک لیږد په برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو د بهرنۍ مرستې وړاندیز کړی دی.

د امریکا د حکومت د بهرنیو مرسته په داسې وخت کې کمه شوې ده چې په تازه اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان سره د ۶۱ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو مرستو بودجه کې ۱۱ میلیارد ډالر کموالی راغلی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

ټاکل شوې دا پیسې په افغانستان کې په اضطراري او روغتیايي خدمتونو، د څښلو پاکو اوبو، مصیبت ځپلو سیمو کې پر بیرته راستانه شویو مهاجرینو او دغه راز نورو برخو کې ولګول شي.

د ۲۰۲۰ کال بودجه په داسې وخت کې کمه شوې ده چې لا هم په دغه بودجه کې ۴۰ میلیارد ډالر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو ایس آی ډي لپاره په پام کې نیول شوې دي.

XS
SM
MD
LG