د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: افغانستان کې جگړه گټل 'مشکل کار' دی


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابړټ گېټس وایي چې په افغانستان کې د روان جنگ گټل یو مشکل کار دئ او اوس ددې جنگ د گټلو جریان د امریکا او د هغو د متحد ینو په گټه بدلېږي.

ښاغلي گېټس د امریکا د یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې سره د دې چې د افغانسنان په جنوب کې د طالبانو پر خلاف پرمختگ شویدئ، خو جنگي جریان له هغې په سستۍ روان دئ چې پېش بیني یې کېده.

رابرټ گېټس دغه راز وویل چې بالخصوص د اوړي په موسم کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د تلفاتو انتظار کېده، او خلک هم فورً دا خبره کوي چې جنگ ښه پرمخ نه ځي.

رابرټ گېټس دا خبره هم وکړه چې لا هم وخت شته چې د ایران مخه ونیوله شي چې اتومي وسلې جوړې نکړي.

گېټس وویل چې په ایران باندې د بندیزونو لگېدو ددې فرصت برابر کړ چې ایران دېته تشویق شي چې د اتومي وسلو د جوړولو د تلوسې نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG