د لاس رسي وړ اتصالات

ایا غواړئ امریکا ته راشئ؟


دغه قرعه کشي د اکتوبر په څلورمه نېته پيلیږي او د نومبر تر اوومې نېټې به روانه وه
دغه قرعه کشي د اکتوبر په څلورمه نېته پيلیږي او د نومبر تر اوومې نېټې به روانه وه

متحدو ایالتونو د نویو کډوالو د منلو لپاره دلاټرۍ یا قرعه کشي پروګرام بیا پیل کړی دی. دغه قرعه کشي د اکتوبر په څلورمه نېته پيلیږي او د نومبر تر اوومې نېټې به روانه وه.

امریکا هر کال له دغې لارې شاوخوا ۵۰زره خلک متحدو ایالتونو ته غواړي. په دغې قرعه کشۍ کې تر ډېره د هغو هېوادونو وګړو ته چانس ورکول کیږي، چې په امریکا کې یې نفوس کم دی.

دغه قرعه کشي وړیا ده، خو یوازې د دغې قرعه کشۍ د رسمي ویپاڼې www.dvlottery.state.gov له لارې ورته داخله کېدی شي. داسې ویپاڼه هم شته چې جعلکارانو د خلکو د غولولو او پېسو د ترلاسه کولو لپاره جوړې کړي دي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په لست کې دی، چې په دغې قرعه کشۍ کې برخه اخیستلې شي.

خو پاکستان، هند، بنگلدیش، برازیل، کاناډا، چین، کولمبیا، د ډومینیکن جمهوریت، اکوادور، السلوادور، هایتي، جامایکا، مکسیکو، نایجریا، فلیپین، پیرو، جنوبي کوریات، برتانیا او ویتنام هغه هېوادونه چې په دغې قرعه کشۍ کې شامل نه دي، ځکه چې د دغو هېوادونو وکړي په امریکا کې ډېر دي او د قرعه کشۍ په شرایطو برابر نه دي.

د نوملیکنې شرطونه

د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه اسانه ده، خو د قرعه کشۍ مرحلې ته د رسېدو لپاره باید د فورمې په ډکولو کې ډېر دقت وشي.

د افغانانو لپاره اولنی شرط دا دی چې باید په خپله نوم لیکونکی او میرمن/مېړه یې افغانان وي، که تاسو په افغانستان کې زېږېدلي هم نه یاست، خو که مو مور او پلار د افغانستان وي، په قرعه کشۍ کې برخه اخیستلی شئ.

هر کس یو وارې دا فورمه ډکولی شي، که له یو وارې مو د ډېرو فورمو د ډکولو هڅه وکړه، شاید نوم مو له لست څخه پاک شي.

مېړه او ښځه باید جلا فورمې ډکې کړې، که اولادونه لرئ، د اولادونو لپاره هم جلا فورمې ډک کیږي.

د دغې قرعه کشۍ بل مهم شرط دا دی چې باید له دولسم ټولکي څخه فارغ وي او یا لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولرئ.

په فورمه کې د تصویر برخه هم ډېره مهمه ده، چې باید د امریکا د ویزې د شروطو برابر تصویر واخیستل شي.

د دغې قرعه کشۍ په اړه د نورو معلوماتو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت فارسي ویپاڼه وګورئ.

XS
SM
MD
LG