د لاس رسي وړ اتصالات

پاچا سلمان د واشنگټن په غونډه کې گډون نه کوي


د واشنگټن په غونډه کې د خلیج د هېوادونو د همکارۍ د شورا شپږ سني مذهبو هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده
د واشنگټن په غونډه کې د خلیج د هېوادونو د همکارۍ د شورا شپږ سني مذهبو هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر اعلان کړی چې د هغه هېواد پاچا، سلمان بن عبدالعزیز به د جمهور رئیس اوباما په کوربه توب د امریکا او یو شمېرعربي هېوادونو په هغه غونډه کې برخه وانخلي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کې جوړه شي.

د واشنگټن په غونډه کې د خلیج د هېوادونو د همکارۍ د شورا شپږ سني مذهبو هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده. د غونډې گډونوال به د ښاغلی ا وباما پر هغو هڅو تمرکز وکړي چې غواړی له ایران سره یوې اټمې معاملې ته ورسیږي او د یمن او سوریې په شخړو کې د تهران په دخالت هم خبرې وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د واشنگټن په غونډه کې به د پاچا سلمان ولیعهد محمد بن نایف چې د سعودي د کورنیو چارو وزیر هم دې، د خپل هېواد د هیئت مشري وکړي.

د ښاغلي نایف سره به د هغه هېواد مرستیال ولیعهد او د پاچا سلمان زوی محمد بن سلمان هم ملتیا وکړي.

د اسوشیتد پرس د خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د واشنگټن په غونډه کې د سعودي عربستان د پاچا ترڅنگ د خلیج د خنو نورو هېوادونو مشران به هم گډون ونلري.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما له غونډې څخه یوه ورځ مخکې د عربستان له پاچا څخه هرکلی وکړي، خو د ښاغلي اوباما د حکومت یو چارواکي ویلي دي چې پدې غونډه کې د سعودي عربستان د پاچا لخوا د نه گډون پرېکړه، د کومې بنیادي موضوع پرسر د اختلاف له امله نده شوې.

پاچا سلمان د خپل ورور او د سعودي د پخواني پاچا، عبدالله له مړینې وروسته د هغه هېواد واک یې ترلاسه کړ او له هغه وخت څخه راپدېخوا یو بهرنی سفر یې هم ندې ترسره کړی.

XS
SM
MD
LG