د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې ګرمۍ شپږ تنه مړه کړي


امریکایي رسنۍ وايي چې د ګرمۍ له کبله د مریلنډ، اریزونا او ارکنساس په ایالتونو کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.

د متحدو ایالتونو په ډېرو برخو کې له تېرو شاوخوا څو ورځو راهېسې سخته ګرمي ده چې په دغه هېواد کې بیساري بلل کیږي او په ځینو ایالتونو کې تودوخې لوړه درجه د فرن هیټ په حساس شاوخوا ۱۱۰ ته هم پورته شوې وه.

د ګرمې هوا له کبله په ځینو ایالتونو کې یو شمېر غونډې او کنسرتونه هم لغوه شوي دي.

د امریکا د هوا پېژندنې ادارې له خلکو غوښتي چې د خپلو مسنو عزیزانو او کورنیو د غړو په حال ځان خبر وساتي او د اړتیا پر مهال د اضطراري حالاتو شمېرې ته زنګ ووهي.

په ۱۹۹۵ کال د متحدو ایالتونو د شیکاکو په ښار کې ګرمې هوا شاوخوا ۷۰۰ تنه مړه کړي وو. ډېر قربانیان بې سرپناه او هغه کسان وو چې د ګرمۍ ضد وسایل یې نلرل.

XS
SM
MD
LG