د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر روسیې بندیزونه ولگول


د امریکا د مالیې وزیر وایي ټاکل شوې چې د روسیې په څو حکومتي چارواکو هم بندیزونه ولگول شي
د امریکا د مالیې وزیر وایي ټاکل شوې چې د روسیې په څو حکومتي چارواکو هم بندیزونه ولگول شي

متحده ایالاتو د امریکا x ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په وجه پر مسکو باندې بندیزونه ولگول.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رسویې ١٩ تنه اتباع او د هغه هیواد پنځه ډلې په دې بندیزونو کې شاملې دي.

د امریکا د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي "د (امریکا) حکومت د روسیې د زیان رسوونکو سایبري فعالیتونو په وړاندې مقابله او مبارزه کوي چې د متحده ایالاتو د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې لاسوهنې، ورانکارې سایبري مداخلې او هغه ورانکارۍ په کې شاملې دي".

په اعلامیه کې د متحده ایالاتو د مالیې وزیر ستیف منوچن له خولې ویل شوي په پام کې لري چې د روسیې په حکومتي چارواکو او روسي مداخله کوونکو باندې نور اضافي بندیزونه هم ولگول شي. خو په دې هکله جزییات ندي ورکړل شوي.

د امریکا استخباراتي ادارو له میاشتو میاشتو تحقیقاتو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې روسیې د امریکا د جمهوري ریاست په ٢٠١٦ کال انتخاباتو کې مداخله کړې ده.

د رویترز اژانس په وینا د امریکا د استخباراتو د موندنو په بنسټ مسکو د هک کونو او پروپاگند د خپرولو له لارې چې په احتمالي توگه هدف یې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په گټه د انتخاباتي چارو اړول وو، د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کړې ده.

روسي مقامات د امریکا د متحده ایالاتو د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هر ډول مداخله رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG