د امريکا د نيو جرسي ايالت لويې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۴ (مرغومی ١٤مه) په دغه ايالت کې د جومات د یو ملا امام د وژل کېدو خبر ورکړ.
د نیوجرسي لوی څارنوال مټ پلاتکین وویل، چې ددغه ایالت د 'نیو آرک' ښارګوټې د "محمد جامع جومات" ملا امام، حسن شریف د چهارشنبې په ورځ له جومات څخه بهر په ډزو کې ټپي شو. هغه زياته کړه، چې ښاغلی شریف له ټپي کېدو وروسته، سمدستي روغتون ته يووړل شو، خو د ژورو ټپونو له امله یې هلته ساه ورکړه.
پلاتکین وویل: "موږ تر اوسه د دې جنایت په علت او انګیزې نه پوهیږو او دا هم نه ده معلومه چې ایا دا یو هدفي برید و او که له مخکې څخه ورته انګیزه موجوده وه. همدارنګه د راټولو شویو شواهدو څخه په ډاګه کیږي چې دا برید له ترهګرۍ سره هیڅ راز تړاو نلري."
هغه وویل: "نړیوالو پیښو ته په کتو او په داسې حال کې چې د اسلامي ټولنو په وړاندې د توکمپالنې پیښې مخ په زیاتیدو دي، موږ پدې اند یوو، چې د تاوتریخوالي دا راز کړنې به زموږ په ایالت کې اندیښنې زیاتي کړي."
د نوموړی په وینا، د نیوجرسي په ایالت کې شاوخوا درې سوه زره مسلمانان ژوند کوي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې پر اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې له برید وروسته، په متحدو ایالتونو کې د مسلمانانو پر ضد د بریدونو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
په ورته وخت کې د ایسکس ښارګوټي څارنوال سټیفنز تایید کړه چې د "محمد" جامع جومات ملا امام، حسن شریف څو ځله په ډزو ویشتل شوی او داسې نه بریښي چې دا پيښه دې د "توکمپالنې" یا د ترهګرۍ سره تړاو ولري.
هغه د دغه امام وژنه یو "وحشیانه جنایت" بللی او وایي: "موږ ددغه ملا امام کورنۍ ته د عدالت برابرولو ته ژمن یوو."
سټیفنز زیاته کړه چې پولیس به د دې پیښې په اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي ترڅو د هغه په وینا، "عاملین یا عامل یې د قانون منګولو ته وسپارل شي."
حسن شریف له ۲۰۱۶ کال راهیسې د نیو آرک د هوايي ډګر د "امنیت د څانګې" کارکوونکی وو.
د متحده ایالاتو د ټرانسپورټ او امنیت ادارې ویاندې لیزا فاربسټین وویل: "موږ د حسن شریف په مړینې خواشینې یوو او د هغه کورنۍ ، ملګرو او همکارانو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو."
همدارنګه د امریکا-اسلامي اړیکو شورا په یوه اعلامیه کې حسن شریف "یو عالي امام" بللی دی.
ددغه شورا په اعلامیې کې ویل شوي: "د تل په څیر او ددې ځانګړې پیښې پرته، موږ ټولو جوماتونو ته لارښوونه کوو چې خپلې دروازې پرانستي وساتي، خو په ورته وخت کې محتاطه هم اوسي."
فورم \ دبحث خونه