د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د کډوالو یوه نوې مسوده چمتو کوي


د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه وايي سپینه ماڼۍ د مهاجرت په هکله د یوه نوي پلان مسوده برابروي چې په ترڅ کې به یې غیر قانوني مهاجرو ته اجازه ورکړل شي چې د اتو کالو په موده کې په آمریکا کې دایمي قانوني اوسیدونکي شي.

د یوایس اې ټوډې ورځپاڼه خپل د شنبې د ورځې په گڼه کې لیکي چې په امریکا کې یولس میلونه غیر قانوني مهاجر د نويوو قانوني ویزو لپاره غوښتن لیکونه ورکولای شي. که د دوي غوښتن لیکونه ومنل شي نو بیا کولای شي چې د خپلو ښځو او ماشومانو لپاره هم ورته غوښتن لیکونه درج کړي.

ددغه پلان له مخې به چې سپینې ماڼۍ يي مسوده برابره کړیده، د غیرقانوني مهاجروپه پر جنايي سوانیحو باندې کره کتنه وشي، بائو مټریک معلومات به یې واخیستل شي او د نوی ویزې د اخیستلو ټاکل شوی فیس باید ورکړي . که غوښتن لیکونه يي ومنل شول نو په امریکا کې به د څلورو کالو لپاره ورته قانونی اجازه ورکول کیږی چې واووسیږی، کار وکړی او د لنډی مودی لپاره له هیواد نه ووځي. د څلورو کالو نه وروسته به دوي د خپلې ویزې د تمدیولو لپاره عریضې ورکړي.
XS
SM
MD
LG