د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د حزب الله مالي منابعې په نښه کړې


د لبنان د حزب الله ملیشه وسله وال
د لبنان د حزب الله ملیشه وسله وال

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت د جمعې په ورځ د لبنان د سخت دریځه ډلې حزب الله په مالي منابعو بندیزونه ولگول.

د واشنگټن ددغه اقدام هدف په بهر کې په ځانگړې توگه په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ کمزوري کول گڼل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وایي د امریکا دغه نوي بندیزونه هغه اوه شرکتونه او شپږ کسان په نښه کوي چې د حزب الله معاملې لري.

هغه شرکتونه چې بندیزونه پرې لگول شوي په لبنان، گانا، لایبریا او سیرالیون کې فعالیت کوي او ټول یې د حزب د مالي مسؤل ادهم طباجه معالې لري.

د امریکا د مالیې وزارت وویل چې دغه بندیزونه د د واشنگټن د کمپاین لومړنۍ څپې دي چې د حزب الله د مالي ملاتړي ادهم طباجه د ضعیفولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

حزب الله د ایران د مستقیم ملاتړ نه برخورداره دی او ادهم طباجه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د نړیوال تروریست په توگه نومول شوی دی.

امریکایي مقاماتو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي دي چې د هغوی د اټکل له مخې ایران هر کال شاوخوا ٧٠٠ میلیون ډالره د حزب الله سره مالي مرسته کوي.

د ښاغلي دونالد ټرمپ حکومت د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما په پرتله د حزب الله او د ایران د حکومت په وړاندې جدي اقدامات پیل کړي دي.

د نویو بندیزونو له مخې د په نښه شویو شرکتونو ټولې شتمنۍ کنگل کیږي چې په متحده ایالاتو کې پانگه لري.

د حزب الله ډله د ١٩٩٧ کال د اکتوبر د اتمې نیټې راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ترهگرو ډلو په لست کې شامله شوې ده.

XS
SM
MD
LG