د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته په دغه هیواد کې د مستقیمې پانګه اچونې اجازه ورکوي


هند وايي په پام کې لري چې پاکستان ته اجازه ورکړي چې په دغه هیواد کې مستقیمه پانګه اچونه وکړي. دا د دوو اوږدمهاله رقیبو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښې کیدو بله نښه ده. د هند د سوداګۍ وزیر آنند شرما نن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هند دا پریکړه کړې چې په دغه هیواد کې به د پاکستان مستقیمې پانګه اچونې ته اجازه ورکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي ښکیلتیا لازیاته پیاوړې شي.

ښاغلي شرما د پاکستان د سوداګرۍ وزیر مخدوم امین فهیم سره په نوې ډیلۍ کې لیده کاته وکړل خو د پرمختګونو په هکله یې نورو جزیات خپاره نکړل. دغه اعلان په داسي حال کې کېږي چې دواړو هیوادونو هوکړه کړې چې د اتاری واګاه په سرحدي سیمه کې چې د پاکستان د لاهور او او هند د امریستر په ښار کې موقعیت لري او په کښي د دواړو هیوادونو ستر پوځي حضور دی، د تجارت یو مرکز پرانیزي.

دغه راز هند د یوه سوداګریز نندارتون کوربه توب هم کوي چیري چې په سلګونو پاکستاني سوداګر به خپل توکي بازار ته وړاندي کړي.

هند او پاکستان دواړو ژمنه کړې ده چې خپل منځي کلنیز تجارت به د اوسني حالت نه چې ۲،۳ میلیارده ډالره دی، په راتلونکو ۳ کلونو کې ۶ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

تیرکال د پاکستان کابینې هغه وړاندیز منظور کړ چې په لړ کې یې هند د پاکستان تر ټولو غوره تجارتي هیواد وګنل شو چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ موجودې تجارتي تعارفې لیري کړي او سوداګرۍ ته به په مساویانه ډول وده ورکړي. هند په ۱۹۹۶ کال کې پاکستان خپل د غوره تجارتي هیواد په توګه منظور کړی و.

XS
SM
MD
LG