د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد د غونډې پای ته ورسیده خو د ایران سره اختلافات لا هم ندي حل شوي، کلنټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وایي د عراق د بغداد په ښار کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د دوه ورځنیو خبرو نه وروسته هم پدې برخې کې زیات اختلافات لا پاتې دي. میرمن کلنټن همدرانګه وایي چې هغه پاکستاني ډاکټر ته سزا ورکول بې عدالتي ده چې د بن لادن په پیدا کولو کې د امریکا سره مرسته کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن وایي چې امریکا، روسیې، چین، برتانیې ، فرانسې او جرمني د عراق په پایتخت بغداد کې د ایران د اتومي جنجال او ددغه هیواد لخوا د یورانیمو دغني کولو په اړه ایراني مرکچیانو ته تفصیلي وړاندیزونه کړیدي. ایران هم هغوي ته خپل وړاندیزونه کړیدي خو کلنټن وایي چې لا هم د پام وړ اختلافات پاتې دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې میرمن کاترین آشتون وایي چې دواړه خواوې یو څه موافقې ته سره رسیدلې دي او د راتلونکې میاشتې په 18 او 19 مې نیټې به په مسکو کې بیا جرګه شي چې نورې خبرې هم وکړي. میرمن کلنټن وایي تمه کیږي چې د مسکو په غونډې کې به په پاتې اختلافونو خبرې وکړي.

" د خبرو لپاره د چوکاټ تر ایښودلو وروسته به مونږ ذ خپلو دوه اړخیزه دریزونو له مخې پر ایران باندې فشار ته دوام ورکړو. په ایران باندې لګول شوي بندیزونه به هم پخپل حال پاتې وي او اوس د ایران لپاره یوه لارې پاتې ده او هغه دا چې باید خپل نړیوال مسؤلیتونه پر ځآی کړي او نړۍ ته د خپل نیت په اړه ډاډ ورکړي. "

ایران تل دا خبره کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو امریکا او ملګري هیوادونه یې بیا شک لري چې ایران غواړي اتومي وسلې جوړې کړي.

میرمن کلنټن همدرانګه د خیبر د قومي محکمې لخوا په شکیل افریدي باندل د 33 کالو د قید سزا راختل وغندله. شکیل افریدي د امریکا سره مرسته کړې وه چې د ایبټ آباد په ښار کې د القاعد د شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن موجودیت تثبیت کړي.

میرمن کلنټن وویل د شکیل افریدي مجرم ثابتیدل او په هغه باندې د قید سزا راختل دواړه زمونږ لپاره د خواشینۍ خبره ده ځکه چې د هغه د مرستې او همکارۍ له برکته د نړۍ تر ټولو مشهور قاتل ووژل شول. دا کار زمونږ، د پاکستان او د ټولې نړۍ په ګټه ؤ.

ډاکټر شکیل آپریدي د ایبټ آباد په ښار کې د واکسین جعلي کمپاین چلاوه تر څو په همدې لارې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سې آی اې سره مرسته وکړي چې د بن لادن د کورنۍ ډې ان اې پیدا کړي او دا مالومه کړي چې په ریښتیا هم بن لادن پدغه ښار کې ژوند کوي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند پرون د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د شکیل افریدي قضیه به د پاکستان د قوانینو له مخې او پخپله د پآکستان په محکمه کې څیړل کیږي. او تر څنګ یې ده هم ویلي دي چې امریکا او پاکستان ته پکار دي چې د یو بل قوانینو ته احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG