د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ایران له خلکو سره د نوي ملاتړ لوړه کوي


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن د چارشنبی په ورځ دایران له خلکو سره د نوي ملاتړ ژمنه وکړله. که څه هم دایران دولتی رسنیو خبر ورکړ چې په لس گونو زره ایرانیان د حکومت د ملاتړ لپاره سړکونو ته راووتل.

د تیرې نژدې یوې اونۍ راهیسې د ایران په مختلفو ښارونو کې له تاوتریخوالي نه ډکېد حکومت ضد مظاهرې روانې دي.

خو نن چهارشنبې په لسگونو زره حکومت پلوه ایرانیان هم سرکونو ته راووتل. مبصرین وایي د ایران رژیم غواړي پدې توګه خپل قوت څرگند کړي. بلخوا په ملګروملتونو کې د امریکا سفیری نیکي هیلي د سه شنبې په ورځ وویل نړۍ باید د ایراني رژیم خلاف مظاهرو په وړاندې چوپه خوله پاتې نشی.

ایرانی رژیم دخپلو خلکو ملاتړ څرگندوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

د امریکا سفیرې نیکي هیلي په یو بیړني خبري کنفرانس کې وویل امریکا به په ملگرو ملتونو کې دایران د مظاهرو په اړه د اقداماتوغوښتنه وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي وویل: پکارده چی موږ چوپه خوله پاتې نشو. دایران خلک دآزادۍ لپاره نارې وهي. د آزادۍ ټول مینه وال باید دهغوی ملاتړ وکړي.

نیکي هیلي زیاته کړله چې دابه د ایران په اړه د ملگرو ملتونو دامنیت شوری او په ژنیو کې د بشري حقونو د شوری بیړنۍ غونډې ور وغواړي.

که څه هم دامعلومه نده چې د ملگرو ملتونو دامنیت شوری به د کورنیو مظاهرو په اړه داکار وکړي اوکه نه ځکه دهغوی اندېښنې دهغه څه په اړه وي چی نړۍ والې سولې ته خطر گڼل کېږي.

د متحدو ایالاتو د ملي امنیت سلاکار آیچ آر مکماسټر دامریکا غږ له خبریالې گریټه وان سسترن سره د مرکې په ترڅ کې وویل دایران خلک له دې نه ستړي دي چی هېواد ېې ددوی غوښتنو ته پاملرنه نه کوي بلکه نورو هېوادونو ته ترهگري صادروي.

د متحدو ایالاتو د ملي امنیت سلاکار آیچ آر مکماسټر وویل: له همدې امله دامهمه ده چې وژونکیو وسایلو او منابعو ته ددې رژیم لاسرسی بند شي. باید له دیپلوماسۍ او بندیزونونه کار واخیستل شي. موږ وینو چی د ایران خلک ددې رژیم له هغه سلوک نه چی له دوی سره ېې کوي ناخوښي څرگندوي.

په همدې لړې کې د سپینی ماڼۍ له ویاندې ساره هکبي سنډرز نه پوښتنه وشوه چې ایا واشنگټن غواړي په تهران کې د رژیم بدلون وویني؟

د سپینی ماڼۍ ویانده ساره هکبي سنډرز وايي: زه فکر کوم چی ددې لوبې د پای مقصد به داوي چې دایران خلکو ته دهغوی بنیادي بشري حقونه ورکړل شي. هغه به یقینا په دې خوښ شی چی ایران په دولتی کچه د ترهگرۍ له ملاتړ نه لاس واخلي. فکر کوم ټوله نړۍ به وغواړي چې همداسې یو کار وویني.

له بلې خوانه حکومت پلوو ایرانیانو شعارونه ورکول: مشره! موږ چمتویو!.

مظاهره چیانو دایران بیرغونه رپول ا و در وحانی مشر ایت الله علی خامنه یي عکسونه ېې له ځان سره انتقالول؛ هغوی د "مرگ پرشورشیانو! لوحې هم انتقالولې.

یوبل مشهورشعارداو"موږخپله وینه خپل مشرته اهدا کوو"؛ خو درژیم خلاف مظاهرې چی تراوسه پورې ٢١ تنه پکې وژل شوي دي هم روانې دي.

داچی دامظاهرې به څه ډول دوامدار بدلون منځته راولي اوکه نه دا لانده معلومه.

XS
SM
MD
LG