د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکا تورونه په کله غندو


ایران: د امریکا تورونه په کله غندو
ایران: د امریکا تورونه په کله غندو

ایراني چارواکي د امریکا هغه ادعاګانې چې وايي د ایران سپاه قدس په امریکا کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو دسیسه جوړه کړې وه په کلکه غندي. له قاهرې نه د امریکا غږ خبریالې الیزیبیت اروټ یې په هکله ریپوټ رالېږلی دی.

ایراني چارواکي د امریکا دغه تور په کله غندې او تش درواغ یې بولې. دوې وایې دغه ډول تورونه ناوړې سیاسې موخې لري.

د سیاسي چارو څیړونکی سعید لیلاز وايي چې د امریکا د خوا دغو ادعاګانو د دواړو هیوادونو ترمنځ لا له وړاندې ناندریزې اړیکې یوه نوې ناسم پړاو ته یوړې. ،،د تیرې شپې د ادعاګانو د رابرسیره کیدو د مخه لا زما وړاندوینه دا وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي نښتې امکان شته. زما په آند دغه راز ادعاګانې به د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د نړیوالې پروپاګندې د کمپاین لپاره لومړي ګامونه وي.،،

د ښاغلي لیلاز د څرګندونو سره د تهران په واټونو کې عام خلک هم همغږي دي.

یو لاروی داسي وايي: ،،بندیزونو او زمونږ پر ضد نورو اقداماتو څه ونشو کړای اوس دوي په نویو لارو پسي ګرځي او ورستۍ تورونه یې ښکاره بیلګه ده. دوي غواړي چې د ایران یو بد انځور نړۍ ته وروښيي.،،

بل کس بیا پړه پر نورو خواوو وراچوي یو بل عام ایرانی داسي وايي:،،دا د سعودي عربستان او د صیهونیستانو یوه دسیسه ده،،.

د یادونې وړ ده چې د سنې مذهبه سعودي عربستان او د شعه مذهبه ایران ترمنځ له ډیرې مودې راهیسې سیاسي او مذهبې سیالې شته. روان کال په منځني ختیځ کې د انقلاب د رامنځ ته کیدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اندېښنې نورې هم پسي زیاتې شوې په تیره بیا کله چې په بحرین کې د سعودي عربستان ځواکونو د شعیه ګانو د انقلاب په ځپلو کې ددغه هیواد سره مرسته وکړه.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د څیړنو د انسټیټوټ پتریک کلاسن داسي وايی وایي ایران فکر کوي چې په سیمه کې د شیعه ګانو ملاتړ یې یوه اساسي دنده ده ،،ایران په دې خاطر چې په بحرین کې یې د شعیه مظاهره کونکو سره مرسته نشوای کولای، ښه احساس نه کوي ځکه سعودي عربستان مداخله وکړه او ایران ونشو کړای چې مخه یې ونیسي.،،

د سعودي عربستان چارواکي وایې چې ایران باید پلان کړې دسیسه جبران کړي.

خو علي رضا نادر چې د راند په څیړنېز مرکز کې د ایران د چارو یو ستر څیړونکی دی داسي وايي: ،،د دواړو هیوادونو ترمنځ د پخواني پاچا له واکمنې راهیسي سیالي موجوده ده خو دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د مخامخ شخړې نه مخنیوی وکړي. د دوي ترمنځ مخالفت شته خو دغه مخالفت دوي د الفاظو په جګړه کې او دغه راز په نورو هیوادونو کې د یوه بل د مخالفینو په تمویلو سره څرګندوي.،،

د یادونې وړ ده چې یواځي ایران نه دی چې د امریکا ادعاګانې یې د پوښتنې لاندي راوستي دي. مکس فیشر د اتلانتیک ورځپاڼې مرستیال مدیر مسول دی هغه د امریکا غږ ته د سکایپ له لارې په مرکه کې داسي وویل:،،دا یقیناْ شونې خبره ده چې ایران ښايي وغواړي چې د سعودي عربستان چارواکی ترور کړي خو دغه راز عملیات ډیر حساس وي او اغیزې یې د ایران دپاره جدي دي. دا معلومه نه ده چې ایران به ددغه کار په کولو سره څه شي ترلاسه کړي. ولي به ایران غواړي چې په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر ووژني؟ ډیر دلایل شته چې دا ثابتوي چې دغه راز کار د ایران د ملي ګټو پر خلاف دی.،،

فیشر زیاتوي یو له هغو لاملونو نه چې ایران به دا کار ونکړي دا دی چې د دغه راز کار په کولو سره به د سعودي عربستان او امریکا اړیکې نورې هم پسي غېښتلې شي او دا به د ایران په زیان وي.

XS
SM
MD
LG