د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د کړکیچ د حل لپاره د امریکا او ایران ممکنه همکاري


اوباما د ۶۶۲ میلیاردو ډالرو د د فاعي چارو د لګښت لایحه لاس لیک کړه
اوباما د ۶۶۲ میلیاردو ډالرو د د فاعي چارو د لګښت لایحه لاس لیک کړه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما، غواړي عراق ته ۲۷۵ پوځیان په بغداد کې د امریکا د سفارت د امینت د خوندي کولو لپاره واستوي.

په داسې حال کې چې د عراق د څو ښارونو کنترول سني اسلامپالو ملیشه ځواکونو نیولی د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون د عراق له صدراعظم نوري المالکي څخه غوښتي چې خبرو ته مخه کړي او یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

ښاغلي بان کیمون د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې په داسې حال کې خبریالانو ته خبرې کولې چې د عراق د اسلامي دولت او د شام په نامه د القاعده شبکې پلوي ملیشو د بغداد د نیولو گواښ کړی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا کانگرس ته په یو لیک کې عراق ته د نویو ٢٧٥ سرتیرو د استولو په هکله لیکلي چې " که اړتیا وي دا ځواک به د امریکایي اتباعو او د هغوی د شتمنیو د ژغورنې لپاره واستول شي او دا سرتیري به په محاربوي وسلو باندې سمبال اوسي.."

په دې لیک کې چې ښاغلي اوباما د دوشنبې په ورځ کانگرس ته استولی همداشان ویل شوي چې دا اقدام د عراق د حکومت په خوښه ترسره کیږي.

په داسې حال کې چې ولسمشر عراق ته بیا ځلي د پیاده ځواکونو استول ردوي، د دوشنبې په ورځ یې د امریکا د ملي امنیت له سلاکارانو سره وکتل چې په نورو لارو چارو باندې غور وکړي. په دلارو چارو کې پر سني ملیشو باندې چې همدا اوس یې د عراق په شمال کې پراخې سیمې نیولې او د بغداد د نیولو هوډ یې کړی، د هوایي ځواکونو بریدونه په پام کې نیول شوي دي.

امریکا همداشان د ایران سره په گډ کار کولو باندې هم غور کوي، خو پنتاگون وایي داسې کوم پلان نه لري چې دننه په عراق کې په کومو عملیاتو کې د ایران سره پوځي همکاري وکړي.

یو لوړپوړی امریکایي دیپلومات وایي د امریکا د متحده ایالتونو او ایراني ریپلوماتاتو د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د ایران د اتومي مذاکراتو په اړخ کې لنډه لیدنه کتنه درلوده.

دا لوړپوړی مامور وایي چې د ایرانیانو سره په خبرو د پوځي همکارۍ موضوع شامله نه وه.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یاهو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د بارک اوباما اداره د ایران سره خبرو ته مایله ده.

هغه ویلي چې « که ایران اماده اوسي چې داسې کوم څه وکړي چې د عراق ارضي بشپړتیا، حاکمیت او د اصلاحاتو لپاره د حکومت وړتیا ته درناوی وکړي، په دې لحظه کې زما په اند مونږ اړ یو چې گام پر گام پرمخ ولاړ شو.»

خو ښاغلی کېري زیاته کړه چې په دې اړه د څرگندونو دمخه باید وکتل شي چې ایران د څه کار ترسره کولو مایل دی.
XS
SM
MD
LG