د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د عراق دپاسه سوریې ته وسلې انتقالېږي


یوې مشهورې امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز رپوټ ورکړیدی چې د عراق د پاسه هوایي لاره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت دپاره د وسلو وړلو اصلي لاره ده.

نیویارک ټایمز په دغه رپوټ کې چې پرون یې په خپلې ویب پاڼې کې خپور کړیدی وایي چې سوریې ته د ایران د وسلو د وړولو د مخنیوي دپاره د امریکایانو هڅې ځکه ضعیف شویدي چې عراق هغه الوتکې چې وسلې وړي او د هوایي قلمرو دپاسه یې ځي راځي نه څاري.
دغه ورځپاڼه وايي چې په دې وسلو کې راکټونه دي ، د ټانک ضد راکټونه دي ، هاوانونه او داسې راکټونه دي چې لاسي بمونه ځیني ویشتل کېږي.

دغه رپوټ د امریکایي مامورینو له قوله چې نومونه یې نه اخلي وایي، د اوباما اداره له دې کبله نا امیده شویده چې ولي د امریکا کوښښونه نتیجه ورنکړه چې عراقیان وهڅوی چې دغه پروازونه تفتیش کړي.

نیویارک ټایمز وایي په دې برسیره د امریکا هغو استخباراتي رپوټونو، امریکا لا نا امیده کړیده چې وایي، عراقي مامورینو ایرن ته معلومات ورکړیدي چې څه وخت الوتکې تفتیش کیږي او دی کار ایران ته دا گټه کړیده چې د تعقیب نه ځان وساتي.
XS
SM
MD
LG