د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو سره د امریکا تازه پوځي مرستې


د امریکا متحده ایالاتو د اسرایلو غوښتنه ومنله او دغه هیواد ته به 70 میلونه ډالر ورکړي چې د مزایلو د دفاع په سیستم باندې یې ولګوي. د مزایلو د دفاع د دغه سیستم هدف دا دی چې د هغو راکټونو مخه ونیسي چې د غزې د تړانګې نه په اسریلو واریږي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر ایهود بارک د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ته ورغلی ؤ چې د نورو مرستو غوښتنه ترې وکړي. بارک پدې تیرې یوې میاشت کې څو ځله د پنټګان د چارواکو سره خبرې کړیدي او د ځمکې نه هوا ته د واریدونکي توغندي د دفاعي سیستم لپاره د پیسو غوښتنه یې ترینه کړیده.

د توغندیو د دفاع دغه سیستم د څو راکټي بریدونو مخه نیولې ده چې د غزې نه د اسرایلو په جنوبي برخې شویدي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ولسمشر براک اوباما ورته هدایت ورکړیدی چې د اسرائیلو غوښتنه دې ومني. پنیتان ویلي دي چې د توغندیو د دفاع د همدغه سیستم له برکته د اسرائلیانو ژوند خوندي کیږي او هم په سیمکې د تشدد د زیاتوالي مخه نیول کیږي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جورج لیټل وایي پداسې وخت کې چې د دفاع وزرات پخپله د بودیجې د کمښت سره مخ دی خو د توغنديو د دفاع د سیستم لپاره د پیسو ورکول دا ښیي چې امریکا د اسریلو د امنیت او توغنیدو د دفاع لپاره متعهد دی.

" اسرائیل په یوه سخت ګاونډ کې موقعیت لري او مونږ د ډیر پخوا نه د دغه هیواد د خپلواکۍ او امنیت سره همکاري کړیده. مونږ پدې عقیده یو چې د اسرایلو د امنیت او خوندیتوب لپاره د پیسو لګول د امریکا او پخپله د اسرایلو لپاره ډیر اهمیت لري. "

د امریکا متحده ایالات هر کال اسرایلو ته د 3 میلیارده ډالرو په شاوخوا کې امنیتي مرستې ورکوي. واشنګټن لا د مخه د اسرایلو د توغندیو د دفاع د سیستم لپاره دغه هیواد ته 205 میلونه ډالر ورکړیدي.

امریکایي او اسرایلي چارواکي وایي چې د همدغه دفاعي سیستم له برکته د زیاتو بریدونو مخه نیول شویده.

د امریکا د دفاع وزات د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې وویل چې د توغندیو د دفاع د سیستم پر مټ هغوي توانیدلي دي چې اتیا په سلو کې هغه راکټونه راوغورځوي چې د غزې د تړانګې نه په اسرایلو باندې وار شوي ؤ.

XS
SM
MD
LG