د لاس رسي وړ اتصالات

کروز او کلنټن - د امریکا د ګوندیزو سیالیو مخکښان


جمهوري غوښتونکی ډانلډ ټرمپ د جمهوري گوند بل کاندید چی له څو میاشتو راهیسې په انتخاباتي بهیر کې مخکې روان و، دویم مقام یې وگاټه
جمهوري غوښتونکی ډانلډ ټرمپ د جمهوري گوند بل کاندید چی له څو میاشتو راهیسې په انتخاباتي بهیر کې مخکې روان و، دویم مقام یې وگاټه

جمهوري غوښتونکي سناتور ټېډکروز د ایووا په ایالت کې د نوماندۍ لپاره پیلیزې ټاکنی وگټلې. د جمهوري ریاست د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو لپاره دا اولنی رسمي امتحان و.

ملیاردر کاندید ډانلډ ټرمپ له ټېډ کروز نه لږ شانته بېرته پاتې شوېدی او د فلوریډا سناتور مارک روبیو په ایو وا کې د جمهوری غوښتونکیو کاندیدانو کې درېیم مقام ترلاسه کړ.

په ډیموکراتانو کې بیا هیلري کلنټن په لږ توپیر سره له خپل سیال سندریز نه مخکې شوه.

دانتایج څرگندوي چې یوه اوږده پیلېزه انتخاباتي مبارزه په مخکې ده.

ډانلډ ټرمپ د جمهوري گوند بل کاندید چی له څو میاشتو راهیسې په انتخاباتي بهیر کې مخکې روان و، دویم مقام یې وگاټه، هغه د نیوهمشېر د ایالت په انتخاباتي سیالۍ کې د بري ژمنه وکړه.

ټندرز وویل چې دغو ټاکنو وښوده چې سبا راتلونکې .
ټندرز وویل چې دغو ټاکنو وښوده چې سبا راتلونکې .

هغه وویل"موږ به خپلو هڅو ته ادامه ورکړو چې د جمهوري گوند، نوماندي وگټو؛ موږ به په اسانۍ سره هېلري کلنټن او برني سنډرز او یا بل هرڅوک چی هغوی رامخ ته کړي په اسانۍ سره مات کړو."

د فلوریډا د ایالت سناتور مارک روبیو په ایووا کې د جمهوري گوند په کاندیدانو کې دريیمه درجه وگټله.

د جمهوري گوند کاندید مارک روبیو وايي" د ایوا خلکو نن د براک اوباما له اوو کلونو نه وروسته، ډېر روښانه پیغام واستاوه " موږ نور انتظار نه کوو چی د خپل هېواد واک ترلاسه کړو."

رپوټ وايی د جمهوري غوښتونکیو پلویان په غټ شمېر کې په بې سابقې ډول په انتخاباتي سیالیو کې برخې اخېستلو ته راوتلي وو. د غونډو ټول ځایونه ډک وو.

د دیموکراتانو په خواکې د هېلري کلنټن او برني سنډرز ترمنځ انتخاباتي سیالي تقریبا اوږه په اوږه روانه وه، خو هېلري کلنټن دغه حالت خپل بری وباله.

هېلري کلنټن وویل"دا ډېره له ویاړه ډکه شپه ده، او ډېره ستره ټاکنیزه مبارزه ده.دا د ستر ویاړ ځای دی چې په ایوواکې مو ستاسې سره یوځای ټاکنیزوه مبارزه وکړه چی د دیموکرات گوند او متحده ا یالاتو لپاره څه ډول آینده غواړو."

هلیري کلنټن په صفر اعشاریه درې فیصده رایو باندې د ډیموکرات ګوند د بل کاندید سندرز نه د ایوا د جرګه ګیو انتخابات وګټلې.
هلیري کلنټن په صفر اعشاریه درې فیصده رایو باندې د ډیموکرات ګوند د بل کاندید سندرز نه د ایوا د جرګه ګیو انتخابات وګټلې.

دموکرات کاندید برني سنډرز هم بری اعلان کړ. ځوانو رایه ورکوونکیو د هغه اقتصادي پیغام اوکړنلاره قبوله کړېده. ښاغلی سنډرز په نیوهمشیر کې له هېلري کلنټن نه په کافي اندازه مخکې دی.

دیموکرات کاندید برني سنډرز وویل "زموږ هېواد له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، نور نو د روان نظام د سیاست او اقتصاد لپاره زښته ډېره ناوخته شوېده".

دموکراتان هم د ایو و ا په مرکز ډموین کې د ټاکنو د سیالیو لپاره په پوره زور او شور راوتلي وو.

د هېلري یوه پلوي رانډي کېن وویل زه فکر کوم هغه ډېره پېاوړې کاندیده چی له اوبامانه وروسته راشي، هغه ددې وړتیا لري چی له کانگریس سره کاروکړي او داملک پر مخ بوزي.

یوشمېر نورو کاندیدانو چی لکه دموکرات مارتین اومالي، جمهوري غوښتونکي مایک هکبي وروسته له هغه نه چی په ایووا کې ېې ډېرې کمې راېې وگټلی خپلی انتخاباتي مبارزې پایته ورسولې.

هغه کاندیدان چی پاتې دي، هغوی د نیوهمشېر ایالت ته ځی چی د راتلونکې سه شنبی په ټاکنیزو سیالیو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG