د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر سوډان باندې لگولي بندیزونه لغوه کړل


په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا متحده ایالاتو وروسته له ٢٠ کالو پر سوډان باندې لگولي اقتصادي بندیزونه لغوه کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سوډان حکومت په هغه هیواد کې د "بشري حقونو د مراعت کولو او د ترهگرۍ پر ضد مبارزې" په برخه کې مثبت بدلونونه عملي کړي چې په همدې وجه د امریکا له خوا پرې لگیدلي اقتصادي بندیزونه لغوه کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې پر سوډان باندې د لگیدلو بندیزونو د لرې کولو پریکړه به د اکتوبر د میاشتې له ١٢ څخه عملي شي.

دغه بندیزونه د سوډاني مقاماتو سره د ١٦ میاشتو دیپلوماتیکو هڅو وروسته لغو شول او سوډان په مشخصو برخو کې په ځانگړې توگه د بشري حقونو د مراعت کولو په اړه پرمختگ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي د سوډان حکومت په تیرو نهو میاشتو کې وښودل چې د متحده ایالاتو سره د بشري حقونو د وضعیت ښه کولو او د شخړو په بندولو کې جدي عمل کوي چې سیمه باثباته شي.

د امریکا متحده ایالاتو په دې دلیل چې سوډان د وسله والو سخت دریځو ډلو ملاتړ کاوه په ١٩٩٧ کې پر هغه هیواد اقتصادي بندیزونه ولگول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د سولې لپاره نورو پرمختگونو ته اړتیا ده چې په هغه د مذهب آزادي هم شامله ده.

اعلامیه همداشان په دې ټینگار کوي چې د امریکا متحده ایالات به د سوډان سره د دوه اړخیزو اړیکو په ښه کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د واشنگټن او خرطوم ترمنځ اړیکې نورې هم ښه شي.

XS
SM
MD
LG