د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پاوربال لاتړۍ ۵۹۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې


په میلیونو کسان په ټولې آمریکا کې په بې صبرانه ډول د پاوربال د لاټرۍ پایلو ته سترګي په لاره دي. د لاتړۍ ارزښت ۵۹۰،۵ میلیونه ډالره دی.


د لاټرۍ چارواکو نن د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا دغه لاټړي یوه کس د امریکا د فلوریډا د ایالت څخه وړې ده. هغه خپل ټکټ په نوموړي ایالت کې په یوې مغازې کې رانیولی وو. د لاتړۍ وړونکي لا تراوسه پوري د لاټرۍ د دفتر سره اړیکې نه دي ټینګې کړي.


دغه ځل د لاتړۍ د جایزې پیسې ځکه زیاتې شوې چې د دوو میاشتو په موده کې په پرله پسې توګه وړونکی اعلان نشو او د لاتړۍ پیسې همدغسي پسي زیاتېدی. د نومبر په میاشت کې هم د لاتړۍ جایزه ۵۸۷،۵ میلیونو ډالرو ته وختله.


د شنبې د ورځې د لاټرۍ خوشبخته وړونکي په داسي حال کې جایزه ګټلې چې د جایزې د وړلو چانس یو په یوسلو پنځه اویا میلیونو کې وو.
XS
SM
MD
LG