د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې تیر کال ١٥ زره کسان د ټوپکو په حملو کې وژل شوي


.

د کال ٢٠١٧ د اکتوبر په لومړۍ نیټه لاس ویگاس ایالت کې د ډله ایزې وژنې پیښه د امریکا د تاریخ ټولو نه ستره پیښه ده چې په یوه ورځ کې یو شخص دومره زیات کسان په ډزو وژني.

حمله کونکي سټیفن پډوک د هوټل د یوې کوټې نه د ٢٢ زره کسانو په کنسرت ډزې وکړې او قریب ٦٠ کسان ېې وژل او سلهاو نور ېې ژوبل کړل. د مقاماتو په وینا حمله کونکي د کوم نړیوال ترهگر تنظیم سره اړیکه نه لرله او نه ېې کومه جرمي سابقه لرله.

د دې پیښې نه قریب یوه میاشت پس د نومبر په ٦ نیټه د ټیکساس په ایالت کې یو شخص په یوازې سر د کلیسا د یکشنبې د ورځې د عبادت په مهال په خلکو ډزې وکړې او ٢٦ کسان ېې مړه او شلو نه زیات ېې ژوبل کړل. دمقاماتو په وینا حمله کونکي نیت درلودو چې زیات نه زیات خلک ووژني.

ټولو نه ستره پیښه په لاس ویگاس ایالت کې شوې وه چې ٦٠ کسان پکې په یو وخت ووژل شوو.
ټولو نه ستره پیښه په لاس ویگاس ایالت کې شوې وه چې ٦٠ کسان پکې په یو وخت ووژل شوو.

د همدې کال په جریان کې د جولايي په اوله نیټه د ارکنساس ایالت په لیټل راک سیمه کې کې د شنبې په سهار د موسیقی په کنسرت کې ډزې وشوې او ٢٠ کسان پکې ژوبل شوو.

د جون په ١۴ نیټه د امریکا د ولسي جرگې غړی سټیو سکلسي او درې نور ملگري ېې هغه وخت سخت ټپیان شول چې د واشنگټن سره نیزدې سیمه کې د گالف د لوبې په وخت ورباندې ډزې وشوې. ښاغلی سکلسي د ټپونو نه روغ شو او ستمبر کې بیرته جرگې ته راستون شو.

د امریکا د وسله والو حملو د احصایو اداره وايي چې هره هغه حمله چې د څلورو نه زیات کسان پکې ووژل شي. هغه ډله ایزه وژنه بلل کیږي او د کال ٢٠١٧ په دولس میاشتو کې داسې ٣۴٠ پیښې شوي چې د حمله کونکي نه علاوه څلورو نه زیات کسان پکې وژل شوي.

XS
SM
MD
LG