د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی څارنوال د مشکوکو کسانو په خلاف د پټو عملیاتو دفاع کړیده


د امریکا لوی څارنوال د مشکوکو کسانو په خلاف د پټو عملیاتو دفاع کړیده
د امریکا لوی څارنوال د مشکوکو کسانو په خلاف د پټو عملیاتو دفاع کړیده

د امریکا لوی څارنوال ( ایریک هولډر ) د مسلمانانو د حقوقو یوې مؤسسې ته د وینا په وخت د مشکوکو تروریستانو په خلاف د چټکوعملیاتو دفاع کړېده.

هغه دغي مؤسسې ته وویل چي دا عملیات د تروریستانو د پیژندلو او په ټولو خلکو باندي د هغوي د حملو د مخنیوي د پاره ضروري دي.

په کلیفورنیا کي دیره دغي اسلامي مؤسسې دا اندیښنه ښودلې چي د عدلیې د وزارت دغه تاکتیک په ځینو وختو او حالاتو کي د نورو په محاصره کولو تمامیږي.

( ایریک هولدر ) په خپله وینا کي د تیري میاشتی د یوې حادثې دفاع وکړه چي په هغې کي په سومالیا کي زیږیدلی د ( اوریګان ) د ایالت یو اوسیدونکی چي امریکایي تابعیت لري وروسته له هغه ونیول سو چي غوښتل یې هغه څه چي ده فکر کاوه بم دی د کریسمیس د یوې وني د روښانه کولو په وخت وچوي. دا جعلي بم هغه ته د ایف بي آي جاسوسانو برابر کړی و.

په امریکا کي دیره ددغي اسلامي مؤسسې رئیس وویل چي دی اوس هم په دې باب اندیښنې لري چي په هره تحقیقاتي مساله کي انصاف او عدالت باید مهمه او اساسي موضوع وي.

XS
SM
MD
LG