د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ کیلي نایټ ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره ټاکلې


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په کاناډا کې د دغه هېواد سفیره کیلي نایټ کرافت د نیکي هیلې پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ټاکلې ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټوېټر ویلي: "کیلي‌ زموږ د هېواد غوره استازیتوب کړی دی، زه هېڅ شک نه لرم، هغه به زموږ د هېواد په لوړه کچه استازیتوب وکړي."

ښاغلي ټرمپ اغلې کیلي او د هغې کورنۍ ته د دې د نوې دندې مبارکي ویلې.

ښاغلي ټرمپ میرمن نایټ کرافت یوه اونۍ وروسته له هغې دغه مقام ته ونوموله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نیورت دغه مقام ته له نوماندۍ څخه د هغو انتقادونو په نتیجه کې تیره شوه چې وايي میرمن نیورت دې ستر دپلوماتیک مقام ته مناسبه نده.

تر دې مخکې نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره وه چې د تېر کال د اکتوبر پر نهمه یې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

نیکي‌ هیلي د ولسمشر ټرمپ د ادارې مهمه غړې بلل کېده او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده پیل کړې وه.

XS
SM
MD
LG