د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا نوی نومول شوی سفیر څوک دی


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو نوی نومول شوی سفیر جان آربس چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ پیشهناد کړی د، نن د سه شنبې په ورځ د خپل نوي ماموریت په اړه د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړو پوښتنې ځوابوي. جمهور رئیس ټرمپ، د جولای په میاشت کې ښاغلی بس په کابل کې د امریکا د نوي سفیر په توگه انتخاب کړ.

که د متحده ایالاتو د سنا مجلس په کابل کې د امریکا د سفیر په توگه د ښاغلي بس ټاکل تائید کړي، هغه به د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې یو مهم او حساس دیپلوماتیک ماموریت پر مخ بوزي.

ښاغلي بس د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې که تائید شي، نو د واشنگټن د هدایت سره سم په سیمه کې به یې د مشغولتیا لومړیتوب دا وي چې په اسلام آباد کې د امریکا د سفیر سره نژدې کار وکړي تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ښه شي.

افغانستان ته د امریکا نومول شوی سفیر دا هم وایي د افغان ترجمانانو د ویزې د پروگرام ملاتړ کوي

د طالبانو د رژیم له پرزیدو څخه ١٦ کاله وروسته اوس هم په افغانستان کې یاغیگري او تاوتریخوالی دوام لري او همدا اوس شاوخوا ١١ زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې دیره دي.

ښاغلي بس د اسیا د جنوب لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په بنسټ ویلي دي دا ستراتیژي ددې پر ځای چې په افغانستان کې د ترهگرۍ علایمو پسې وگرځي د افغانستان د جگړې د رښو پر ضد په مبارزې ټینگار کوي چې په هغه کې په پاکستان کې د طالبانو د امن ځایونو له منځه وړل او ددې ډلې نه د افغانستان د گاونډیانو د ملاتړ قطع کول دي.

د افغانستان لپاره د امریکا نوي نومول شوي سفیر په څرگنده طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي چې دغه ډله د جگړې له لارې نشي بریالۍ کیدای او د هغه په وینا سوله ته د رسیدو او ددې ډلې سیاسي مشروعیت د سیاسي مفاهمې او مذاکرې له لارې ممکن دي.

ښاغلي بس ویلي دي چې د افغانستان خپلواکۍ ته په درناوي د امریکا متحده ایالات په هغه هیواد کې د دایمي پوځي اډې په لټه کې نه دي او یا هم د هغه په وینا په افغانستان کې به د امریکا شتون د هغه هیواد د گاونډیانو لپاره گواښ نه وي.

ښاغلی بس د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د جمهوري ریاست پر وخت د ٢٠١۴ کال په سپتامبر کې په ترکیه کې د امریکا د سفیر په توگه وټاکل شو او تر اوسه پورې همدا وظیفه ترسره کوي.

ښاغلی بس په ١٩٨٨ کال کې د ډیپلومات په توگه کار پیل کړی او د گرجستان د سفیر او په عراق، ایتالیا، بلجیم او چاد هیوادونو کې یې د امریکا په ماموریتونو کې مختلفې دندې ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG