د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو د استازي د اعدام خبر څیړي


منځنی شخص کیم هیوک چل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د امریکا سره د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو د استازي د اعدام کیدو په اړه خپاره شوي خبرونه څیړي.

د جنوبي کوریا رسنیو رپوټ ورکړی چې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د وروستیو اټومي مذاکراتو مرکچي”کیم هیوک چل“ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له څلورو نورو مقاماتو سره یوځای د مارچ په میاشت کې په پیونگ یانگ کې اعدام شوی دی.

ددغه رپوټ په بنسټ دغه کسان د امریکا د متحده ایالاتو سره د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو له ناکامیدو وروسته امریکا ته په جاسوسۍ محکوم شوي دي.

د شمالي کوریا د مشر او د امریکا د جمهور رئیس ترمنځ دوهمه غونډه چې د ٢٠١٩ کال په فبرورۍ کې د ویتنام په پلازمینه کې وشوه، وروسته له هغې چې امریکا په بشپړه توگه د شمالي کوریا اټومي بې وسلې کیدل وغوښتل پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیده.

د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو ددغه لوړپوړي چارواکي اعدام کیدل د خپلواکو منابعو له لورې ندي تائید شوي او د شمالي کوریا چارواکي هم معمولا پدې ډول حالاتو کې رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پدې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل چې دغه رپوټونه یې ترلاسه کړي او غواړي هغه وڅیړي.

XS
SM
MD
LG