د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا : شمالي کوریا به د خپل کار عواقب وویني


جنوبی کوریا دا خبره تصدیق کړیده چې هغه سټلایټ چې شمالي کوریا فضا ته لېږلی ده، هغه د اوږده واټن په توغندی باندې لېږل شوی دی او اوس د ځمکې له مدارنه په عادي ډول راتاوېږی. خو وايي چې په دې کار کوی چې دامعلومه کړي چې دا سټلایت په مناسبه توگه چلیږي او که نه .

رپوټ وايي جنوبي کوریا لا تراوسه پورې په دې نه پوهېږي چې دا سټلایت څه ډول ماموریت لري.

امریکا وايي غواړي چې شمالي کوریا د خپل کار عواقب ووینی. دغه کمونیست هېواد د نړیوالو خبرداریو سره سره هم په کامیابه توگه داوږده واټن توغندی فضاته ولېږه.

دامریکا دملگرو ملتونو سفیره سوزن رایس وايي چې فضاته ددغه راکټ لېږنه له هغه پریکړه لیک نه یو ښکاره تېری دی چې ملگرو ملتونو تصوېب کړی و. په دغه پریکړه لیک کې شمالی کوریا داټومی ازموینو او د اوږده واټن بیلیسټیک توغندیو له ازموینو نه ایساره شوې وه.

امریکا وايي غواړي چې شمالی کوریا دخپل کار عواقب ووینی. دغه کمونیست هیواد د نړیوالو خبرداریو سره سره هم په کامیابه توگه داوږده واټن توغندی فضاته ولېږه.

دامریکا د ملگرو ملتونو سفیره سوزن رایس وايي چې فضا ته ددغه راکټ لېږنه له هغه پریکړه لیک نه یو ښکاره تیری دی چې ملگرو ملتونو تصویب کړی و. په دغه پرېکړه لیک کې شمالي کوریا داټومي ازموینو او داوږده واټن بیلیسټیک توغندیو له ازموینو نه ایساره شوې وه.
XS
SM
MD
LG