د لاس رسي وړ اتصالات

جان بولټن: د نیویارک ټایمز رپوټ بشپړ "بې معنی" دی


National security adviser John Bolton listens as President Donald Trump speaks during a cabinet meeting at the White House in Washington, April 9, 2018.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، د جمعې په ورځ (می ۴) وویل چې جمهور رئیس ټرمپ د هیواد د دفاع وزارت نه ندي غوښتي چې په جنوبي کوریا کې د امریکایي ځواکونو شمیر کم کړي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار یوه ورځ وروسته له هغه دا څرگندونې وکړې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې د څو امریکایي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړ چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د داسې انتخاب په لټه کې دی چې په جنوبي کوریا کې د میشتو امریکایي پوځیانو شمیر راکم کړي.

د نیویارک ټایمر ورځپاڼې د رپوټ په غبرگون کې ښاغلي بولټن وویل " دا رپوټ په بشپړه توگه اپلتي دي. جمهور رئیس له پنټاګان نه ندي غوښتي چې داسې انتخاب برابر کړي چې په جنوبي کوریا کې د قواو د کمیدو سبب شي".

په جنوبي کوریا کې د امریکایي ځواکونو د کمیدو بحث په داسې حال کې مطرح کیږي چې ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونگ اون، سره وگوري.

د امریکا حکومت په عین وخت کې هڅه کوي هغه درې امریکایان چې په شمالي کوریا کې بندیان دي ازاد کړي.

پدې وروستیو دریو کلونو کې د جنوبي کوریا او امریکا سره د شمالي کوریا اړیکې خورا خړې پړې شوې دي. خو ددغو دریو هیوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې گرمې شوې چې د شمالي کوریا مشر د جنوبي کوریا او د امریکا له مشرانو سره خبرو ته خپله تیاري وښودله.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې د دواړو کوریاو مشرانو سره ولیدل او ټاکل شوې چې جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا مشر سره هم وگوري.

د اټومي وسلو نه د شمالي کوریا لاس اخیستل به ښایي د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د خبرو مهمه برخه وي.

XS
SM
MD
LG