د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د موټرو د صنایعو سره د حکومت مرستې ۱ میلیون دندې وژغورلې


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایي چي ددې ملک د اقتصادي رکود په وخت کي د موټرو د صنایعو سره دولتي ژغورونکو مرستو د څه د پاسه یو ملیون کارگرانو کارونه وژغورل.ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي وویل چي د امریکا د موټر جوړولو د کمپنیو د بیا فعالیدو په نتیجه کي په تیرو دوه نیم کالو کي د موټر جوړولو په چارو کي څه د پاسه ٢٠٠ زره خلکو ته نوي کارونه هم پیدا شوي دي.

جمهوررئیس اوباما وویل چي د ژغورني د موافقو په اساس د موټر جوړولو فابریکې مجبوري دي چي ډیر داسي موټر جوړ کړي چي کم تیل خوري چی په دې ډول به خارجي تیلو ته د امریکایانو تقاضا کمه شي. هغه دا هم وویل چي د تیلو واردات په وروستیو کلونو کي کم شوي دي، مگر امریکا ته په کار ده چي د باد او لمر د انرژۍ نه هم استفاده وکړي.

ښاغلي اوباما د امریکا د کانگرس نه وغوښتل چي د تیلو په کمپنیو باندي دي چي ډیري زیاتي پیسې گټي هغه ۴ ملیارډ ډالره دولتي مرسته بنده کړي چي د مالیاتو د کمیدو نه یې ورکوي او د انرژۍ د نوو منابعو پیدا کولو او د هغو پراختیا ته دي پام واړوي.

XS
SM
MD
LG