د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د خپل جمهوري ریاست په ستره تیروتنه اعتراف وکړ


جمهور رئیس اوباما د لیبیا د وضیعت په اړوند په برتاینا او فرانسې باندې هم انتقاد وکړ.
جمهور رئیس اوباما د لیبیا د وضیعت په اړوند په برتاینا او فرانسې باندې هم انتقاد وکړ.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته ځي، د فاکس نیوز سره په مرکه کې یې ویلي دي چې په ٢٠١١ کال کې د ناتو د برید او د معمرالقذافي د پرزیدلو وروسته د لیبیا د ادارې لپاره د لازم پلان په جوړولو کې پاتې راتلل ښایي د هغه د بهرني سیاست تر ټولو ستره تیروتنه وي.

ښاغلي اوباما د اتلانتیک د مجلې سره په یوه وروستۍ مرکه کې د لیبیا اوسنی وضیعت گډوډ گڼلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل چې ښاغلي اوباما په لیبیا کې د پوځي ځواک نه د کار اخیستلو د سهوې څخه زده کړه کړې ده. هغه زیاته کړه چې جمهور رئیس د لیبیا څخه د لاس ته راغلې تجربې سره راتلونکې اونۍ په خلیج کې د امریکا د متحده ایالاتو د شریکانو لیدنې ته ځي چې د سوریې او عراق د حالاتو په هکله بحث وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هم په ٢٠١١ کال کې په لیبیا کې د امریکا د مداخلې ملاتړ کاوه. خو هغې په هغه څه خپگان څرگند کړ چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزې کې په لیبیا کې د معمرالقذافي د رژیم د نسکوریدو وروسته پیښ شول او په نتیجه کې د هغه هیواد د بې ثباتۍ او د داعش په شان ډلو رامنځ ته کیدو سبب شول.

په افریقا کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي ځواکونو قوماندان تیره اونۍ د خبریالانو سره په مرکه کې وویل چې په تیر یو کال کې په لیبیا کې د داعش شتون دوه چنده شوی او دغه افراطي ډله په اوس کې په لیبیا کې ۶۰۰۰ جنگیالي لري.

د قذافي د حکومت ړنگیدل د لیبیا د کورنۍ جگړې پیل و چې تر اوسه دوام لري.

د لیبیا حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل شوی دی د هغه هیواد په ختیځ واکمن دی، په داسې حال کې د لیبیا رسمي پایتخت طرابلس د یوې وسله والې یاغي ډلې له لورې اداره کیږي چې د اسلامي سخت دریځو او ترهگرو له ملاتړ څخه برخورداره دی.

جمهور رئیس اوباما د لیبیا د وضیعت په اړوند په برتاینا او فرانسې باندې هم انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG